Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ملګرو ملتونو سازمان د وګړو صندوق حوزوي رییس د عامې روغتیا وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې له افغانستان سره د روغتیا برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
د افغانستان لپاره د یوناما مشرې د زندانونو چارو د سمون ادارې له رییس سره په ليدنه کې ویلي چې له دې ادارې سره به یې همکارۍ د تېر په څېر دوام ولري.
د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي د افغانستان په چارو کې د ایران سفارت له مرستیال سره په لیدنه کې په روغتیایي برخو کې د همکاریو په اړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر ټینګښت خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وایي چې د بېرته راستنېدونکو کډوالو د اړتیاوو پوره کولو لپاره اسلامي امارت د نړۍوالو همکاریو ته هیلهمند دی.
د عامې روغتیا وزارت وایي چې د افغانستان لپار د جاپان سفیر د عامې روغتیا له وزیر سره په لیدنه کې د افغانستان د روغتیا له سکټور سره د خپل هېواد همکاریو په دوام ټینګار کړی دی.
د چین ځانګړي استازي د ملي دفاع وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې د افغانستان له خلکو سره د چین د مرستو او همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.
د المپیک ملي کمېټه وایي، ایراني چارواکو ورسره ژمنه کړې چې په دغه هېواد کې د ۸۰۰۰ هغو افغان ورزشکارانو نوملړ ورسره شریکوي چې په ايران کې زېږېدلي دي.
د افغانستان لپاره د ایران سفیر او ځانګړی استازی وایي چې د افغانستان په چارو کې یې د چین له ځانګړي استازي سره د افغانستان په حوزه کې د پایدارې سولې او ثبات ټینګښت په موخه د بیجینګ ـ تهران د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي، د ازبکستان او قزاقستان له سفيرانو او د ترکمنستان او قرغیزستان له استازو سره په لېدنه کې، د مرکزي اسيا هېوادونو ترمنځ پر اړیکو، سوداګرۍ او اقتصادي اتصال خبرې کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP