د عدليې وزارت سرپرست غزني ولایت ته د سفر پر مهال ویلي چې تر اوسه د هېواد په کچه درې میلیونه او ۹۰۰ زره جریب غصب شوې دولتي ځمکه راګرځول شوې ده.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) وایي چې په تېرو ۴۲ ورځو کې له پاکستانه څه باندې ۱۲۸ زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
لوګر کې حکومتي چارواکو د دغه ولایت د سیمهییزو او ملي رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره په یوه ناسته کې وویل چې په هېواد کې د ازادو رسنیو فعالیت د ا.ا لپاره لویه لاستهراوړنه ده او دوی ژمن دي چې د خبریالانو ستونزو ته به رسېدنه کوي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولین وایي، د ۱۷ مېرمنو په ګډون ۳۵ رواني ناروغان له یو کلنې درملنې او رغېدو وروسته نن بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای کېږي او اوسمهال د هېواد په اوو زونونو کې د رواني ناروغانو لپاره ځانګړي مرکزونه فعال دي.
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس وايي چې ا.ا په ټول هېواد کې د بیارغونې پروژو ته لومړیتوب ورکړی او د همدې موخې پر بنسټ د یادې ټولنې لپاره په لوګر کې د شاوخوا ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت د یوې نوې ودانۍ د جوړېدو کار پيل شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولینو د کتاب نړۍوالې ورځې نمانځغونډه کې د مطالعې فرهنګ پر ترویج ټينګار وکړ ویې ویل چې زرګونه کتابونه د پردیو د فرهنګ او د هغوی د استعماري ګټو عامولو لپاره راوارد شوي دي.
د ملي دفاع وزارت وايي چې د هېواد د هوايي ځواک او هوايي مدافعې له پوهنتون څخه لس پیلوټان له مسلکي، نظري او عملي زدهکړو وروسته فارغ شول.
د افغانستان له ۱۹ کلنو د کمعمره ځوانانو کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام سیالیو ته له لار موندې وروسته نن سهار بېرته هېواد ته راستنه شوه.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت په راتلونکو درېیو ورځو کې د هېواد په یو شمېر سیندیزو حوزو کې د سختو ورښتونو او له امله یې د سېلابونو راتلو اټکل کړی دی.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، سبا د درېیو زونونو په کچه د فوټسال سیالۍ په کابل، مزار او نیمروز ولایتونو کې پیلېږي.
د زونونو په کچه د «میرویس نیکه» په نوم د کرکټ درې ورځنۍ سیالۍ نن په کندهار او هلمند ولایتونو کې پیل شوې.
د اوبو او انرژۍ وزارت په راتلونکو دوو ورځو کې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو سیمو کې د نسبتاً سختو ورښتونو او سېلابونو راوتلو د احتمال خبر ورکوي.