Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مسوولین: لیکوالان دې د هېواد لومړیتوبونو ته په پام لیکنې وکړي

کابل (پژواک، ۱۰ غويی ۱۴۰۴): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولینو د کتاب نړۍوالې ورځې نمانځغونډه کې د مطالعې فرهنګ پر ترویج ټينګار وکړ ویې ‌ویل چې زرګونه کتابونه د پردیو د فرهنګ او د هغوی د استعماري ګټو عامولو لپاره راوارد شوي دي.

د ملګرو ملتونو د علمي او فرهنګي ادارې (یونیسکو) له لوري د اپرېل په ۲۳مه د کتاب نړۍوالې ورځې په نوم نومول شوې او دغه ورځ هر کال په نړۍ کې نمانځل کېږي.

نن په کابل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د کتاب نړۍوالې ورځې په مناسبت غونډه جوړه شوې وه.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت د عامه کتابتونونو رییس قاري نعمت‌الله منتظر د یادې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل چې مطالعه، کتاب او علم ټولنه د پرمختګ لور ته بیایي او د انسانانو زړونه روښانه کوي.

هغه زیاته کړه: «په تېر ۱۴۰۳ کال کې د کتاب لیکلو لپاره ځیني معیارونه په پام کې نیول شوي وو او هغه کتابونه چې پر ټاکل شوو معیارونو لیکل شوي، د هغو لیکوالان مو راغوښتي څو تقدیر یې کړو او د داسې برنامو له لارې غواړو په هېواد کې د مطالعې فرهنګ ترویج کړو.»

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال مولوي عتیق‌الله عزیزي په نننۍ غونډه کې وویل، د اوسني عصر غوښتنه دا ده چې په مجازي نړۍ کې د شته معلوماتو ترڅنګ باید مطالعه هم وشي.

هغه زیاته کړه: «ځيني وخت بعضې مغرضې رسنۍ او مغرض خلک دا وایي چې په افغانستان کې پر کتابونو بندیز لګېدلی، پر هغو کتابونو باندې بندیز لګېدلی چې پر هغو زموږ د ملت ارادو بندیز لګولی، هغه زموږ د ولس د ارادو، عنعناتو او زموږ د ولس د هغې عظیمې کتلې وحدت ته ضرر رساوه، نو پر هغو کتابونو باندې بندیز لګېدلی ده.»

دغه راز، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو مرستیال مولوي حیات‌الله مهاجر فراهي وویل، له کتاب او مطالعې سره اړیګه داسې مهم دي لکه څنګه چې د انسان فزیکي بدن خوراک او څښاک ته اړتیا لري او ذهن دغسې مطالعې ته اړتیا لري.

دی زیاتوي، خو څومره چې مطالعه مهمه ده هومره د کتاب انتخاب هم مهم دی نو لومړی باید د کتاب په اړه معلومات ترلاسه او وروسته بیا مطالعه شي.

هغه دغه راز زیاته کړه: «پوهېږئ هېواد ته داسې زرګونه کتابونه راوارد شوي چې هغه د پردیو د فرهنګ، کلتور او د هغوی د استعماري ګټو عامولو لپاره راوړل شوي، نو د داسې کتابونو مطالعه د چا لپاره نه په دنیا کې ګټه لري او نه هم په اخرت کې.»

یادو چارواکو له لیکوالانو وغوښتل چې د هېواد لومړیتونو ته په پام موضوعات انتخاب کړي او لیکنې پرې وکړي.

د ناستې په پای کې د یو شمېر کتابونو لیکوالانو ته ستاينلیکونه هم ورکړل شول.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.