منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۰۶ غ.و
۲۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

پانګونې

۶۲ راپورونه

راپورونه

غړي

د اوسپنې پټلۍ اداره: ایراني شرکتونه دې د افغانستان اوسپنې پټلۍ برخه کې پانګونه وکړي

د هېواد اوسپنې پټلۍ ادارې د «ریلي پراختیا» په موخه د ایراني کنسرسیوم شرکتونو له مسوولینو سره وکتل او له یادو شرکتونو یې وغوښتل چې د افغانستان اوسپنې پټلۍ جوړولو په برخه کې پانګونه وکړي.

جوزجان کې یوه ځوان د ۵۰۰ زره ډالرو په پانګونې ۴۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده

یو جوزجاني ځوان په چین کې د لوړو زده‌کړو له پای ته رسولو وروسته هېواد ته راستون شوی او د ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو په پانګونې سره یې یو سوداګریز شرکت جوړ کړی چې ۴۰ ځوانانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.

غړي

د اقتصاد وزارت له چینایي پانګه‌والو د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ډېرې پانګونې غوښتنه کړې

د اقتصاد وزارت مرستیال له چینایي پانګه‌والو سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي چې په افغانستان کې د کانونو، رېل‌پټلۍ، سړکونو، کرنې او انرژۍ په ځانګړي ډول لمریزې برېښنا په څېر بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

غړي

«چینایي پانګه‌والو افغانستان کې د کانونو په ګډون بېلابېلو برخو کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده»

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چینایي پانګه‌وال لېواله دي چې په افغانستان کې د لمریزې برېښنا تولید، د لویو لارو جوړولو او د کانونو په برخو کې پانګونه وکړي.  د صنعت او…

غړي

متقي: د سمرقند غونډې ګډونوال هېوادونه افغانستان کې پانګونې ته لېوال دي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي وایي، د سمرقند غونډې ګډونوال هېوادونه د افغانستان په تړاو مثبت نظر او په دغه هېواد کې پانګونې ته لېوالتیا لري. متقي دغه څرګندونې په هغه ویډيويي…

غړي

د چین یوې دولتي کمپنۍ د افغانستان په زيربنايي برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

په چین کې د افغانستان سفارت وایي، د «چاینا رېل‌وې کنسټرکشن» دولتي کمپنۍ یوه لوړپوړي پلاوي په افغانستان کې د رېل‌پټلۍ، هوايي ډګرونو، لویو‌لارو او په نورو زيربنايي برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

غړي

ایران د افغانستان بنسټیزو او اقتصادي پروژو کې پانګونې ته چمتووالی ښودلی

په افغانستان کې د ایران سفارت نوي سرپرست، د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د کانونو، انرژۍ، رېل‌پټلۍ او داسې نورو برخو کې پانګونې ته چمتو دی.

غړي

د درېیو هېوادونو پانګه‌وال د افغانستان د کانونو په برخه کې پانګونې ته لېواله دي

د هېواد د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د چین، قرغیزستان او منګولیا پانګه‎وال لېواله دي چې په افغانستان کې د قېمتي او نیمه قېمتي ډبرو د پروسس فابریکو د جوړولو په برخه کې پانګونه وکړي.