یو امریکايي پلاوی د افغان کډوالو پر موضوع د خبرو لپاره پاکستان ته سفر کوي
له پاکستانه په زوره د افغان کډوالو پراېستلو او هلته د امریکا په تمه د ایسارو افغانانو پر موضوع د خبرو لپاره درې لوړ پوړي امریکایي پلاوي اسلام اباد ته سفر کوي.
له پاکستانه په زوره د افغان کډوالو پراېستلو او هلته د امریکا په تمه د ایسارو افغانانو پر موضوع د خبرو لپاره درې لوړ پوړي امریکایي پلاوي اسلام اباد ته سفر کوي.
د کاناډا کډوالو چارو اداره وایي چې په یوه چارټر الوتنه کې یې له پاکستانه ۳۵۴ نور افغان کډوال دغه هېواد ته لېږدولي دي.
د پاکستان سترې محکمې په غیرقانوني توګه د مېشت افغان کډوالو ایستلو قضيه کې د دغه هېواد مرکزي حکومت، بهرنیو چارو وزارت او لوی څارنوال ته خبرداری ورکړی چې محکمې ته حاضر شي او ځواب…
د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، چې اوس د وزیرستان خلک هم د چمن د خلکو په څېر افغانستان ته د تګ راتګ لپاره د ویزې او پاسپورټ شرط نه مني.
بلخ او خوست ولایتونو ته له پاکستانه راستانه شوي افغانان که څه هم چې وايي، هېواد ته په راستنېدو خوښ دي، خو له حکومته د کاري فرصتونو او سرپناه غوښتنه کوي.
ملګرو ملتونو یو ځل بیا له پاکستانه د افغان کډوالو پر په زوره اېستل کېدو اندېښنه ښودلې او زیاته کړې چې هره ورځ ۱۷ زره افغانان خپل هېواد ته په زوره ستنول کېږي.
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې پاکستاني لوري یو ځل بیا د تورخم دروازه له چلوونکو د پاسپورټ او ویزې غوښتنې په پلمه د ترانزیټ پر مخ تړلې ده.
د پاکستان د پارلمان غړی محسن داوړ وايي، د دغه هېواد سترې محکمې منلې چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو پر پرېکړه غور کوي.
د پاکستان موقت لومړي وزیر یو ځل بیا تور پورې کړی چې ګواګې د ټيټيپي غړي په افغانستان کې دي او له هغه ځایه پر دوی بریدونه تنظیموي خو ا.ا وایي، په افغانستان کې داسې څوک نشته چې پاکستان ته ګواښ پېښ کړي.
د پاکستان لنډمهاله حکومت وایي چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ له میاشتې به له دغه هېواده د ټولو افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیلوي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې په تېرو درېیو ورځو کې څه باندې ۷۵۰۰ افغان کډوال له پاکستان په زور ایستل شوي او د تورخم او سپینبولدک له لارو هېواد ته راستانه شوي دي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وایي چې پاکستان سره تر خبرو اترو وروسته دغه هېواد په کراچۍ بندر کې د ا فغان سوداګرو د بند پاتې اموالو د خوشې کولو پرېکړه وکړه.
د کاناډا د کډوالو چارو اداره وایي، ۳۲۵ افغان کډوال يې له پاکستانه کاناډا ته لېږدولي دي.
د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو عالي کمېشنر له پاکستانه د افغان کډوالو ایستلو غبرګون کې ویلي چې د دغو کسانو خپلسرې نیونې د نړۍوالو قوانینو پر اساس د یاد هېواد د ژمنو خلاف کار دی.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې څه باندې ۵ زره افغان کډوال له پاکستانه او څه باندې ۳ زره نور له ایرانه هېواد ته راستانه شول.
د افغانستان دسرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ د وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ پلاوي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني د افغان سوداګرو او کډوالو په تړاو پر یو شمېر موضوعاتو خبرې کړې دي.
پاکستان ویلي چې د افغان کډوالو اېستلو پروسې چټکولو په موخه یې درې نورې لارې پرانیستلې دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې پرون څه باندې ۵ زره کډوال له پاکستان او له درې زره ډېر له ایرانه راستانه شوي دي.
د کندهار سپينبولدک ولسوالۍ مسوولین وايي، له هغه وخته چې له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل پيل شوي، تر اوسه له دې لارې نږدې ۸۰ زره کډوال راستانه شوي دي.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت له تورخم او سپینبولدکه خپلو اړوندو ولایتونو ته د څه باندې څلور زره کډوالو له لېږدولو خبر ورکوي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې تېره ورځ په پاکستان کې نږدې ۲۰۰ افغان بندیان له زندانونو خوشي او هېواد ته راستانه شول.
د بښنې نړۍوال سازمان ویلي چې پاکستان دې ژر تر ژره د افغان کډوالو په لویه کجه ایستل او ځورول ودروي.
ننګرهار ته له پاکستانه راستانه شوي هېوادوال وایي، د خپلو ماشومانو زدهکړو په اړه جدي اندېښنه لري او زیاتوي چې حکومت دې ورته د زدهکړو زمینه برابره کړي.
د کندهار یو شمېر سوداګر وايي، پاکستان په غیرقانوني توګه زموږ مالونه ګرځولي او هره ورځ له ۶۰۰ زره تر یو میلیون ډالرو پورې مالیه پرې راځي.