ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نږدې ۲۰۰ افغانان د پاکستان له زندانونو ازاد شول

نږدې ۲۰۰ افغانان د پاکستان له زندانونو ازاد شول

author avatar
11 Nov 2023 - 16:05
نږدې ۲۰۰ افغانان د پاکستان له زندانونو ازاد شول
ارشیف
author avatar
11 Nov 2023 - 16:05

کابل (پژواک، ۲۰ لړم ۱۴۰۲): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې تېره ورځ په پاکستان کې نږدې ۲۰۰ افغان بندیان له زندانونو خوشي او هېواد ته راستانه شول.

د کډوالو او راستنېدوکو چارو وزارت نن (شنبه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې تېره ورځ (د لړم ۱۹مه) د پاکستان په زندانونو کې ۱۹۶ افغان بندیان له بند څخه خوشي او هېواد ته راستانه شول.

د سرچینې له قوله، یاد کسان له خوشي کېدو وروسته د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي او د کډوالۍ نړۍ‌وال سازمان (ای‌او‌ایم) ته د مرستې په موخه وروپیژندل شول.

هغه وايي چې یادو کسانو ته د چاودیدونکو توکو او حقوقي مشورو په اړه د ناروې او ډنمارک د کډوالۍ شوراګانو له لوري اړین معلومات ورکړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د تلې په ۲۱مه د پاکستان له زندانونو ۲۶ افغان کډوالو خوشي شوي وو.

Views: 32

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.