Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د لښکرګاه ښاروالۍ مسوولین وایي چې تېر کال یې د څه باندې ۱۶۴ میلیون افغانیو په لګښت ۱۷ لویې او وړې پروژې پلې کړې او وړم کال ته په کتو یې عواید هم اووه سلنه ډېر شوي دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د شاوخوا یوولس میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۴ بېلابېلې پروژې منظورې شوې چې په پلې کېدو به یې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
د خوست ولايت صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ کې د څه باندې ۶۱۹ زره امريکايي ډالرو په لګښت د اوبو سربند او کانال د رغولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د کابل ښاروالۍ له لوري د دغه ښار د لسمې ناحیې اړندو ګذرونو کې د فرعي سړکونو او کوڅو جوړولو ۴ پروژې بشپړې شوې.
د فراه ولایت په مرک او بالابلوک ولسوالۍ کې د نږدې ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت یو شمېر پروژې بشپړې شوې.
د کابل ښاروالي وایي چې د ښار په دوولسمه او اتمه ناحیه کې يې د ۱۴۷ میلیونه افغانیو په لګښت پنځه پروژې بشپړې او ګټې اخېستنې ته وسپارلې.
کابل (پژواک، د وري لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): په کابل کې د ایټالیا سفیر د ریاستالوزراء له اداري مرستیال سره لیدنه کې ویلي چې هېواد یې
د ننګرهار ولايت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست له لوري د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې د ۷۰۳ میلیون افغانیو په لګښت ۵۲۱ بېلابېلې پروژې بشپړې شوې دي.
کابل (پژواک، ۲۴ کب ۱۴۰۲): د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، کاپيسا ولایت کې د څه باندې ۴۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۳۳ رغنیزو پروژو چارې یې بشپړې کړې دي.
د کابل ښاروالۍ له لوري په یو شمېر ناحیو او ګذرونو د کوڅو جوړولو دوې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د افغانستان برېښنا شرکت وايي، ټاکل شوې د کاسا زر پروژې چارې د راروان کال په غويي میاشت کې بېرته پیل شي.
د لوګر د پوهنې رییس وايي چې ۴۱ میلیون افغانیو په لګښت د دغه ولایت د پوهنې برخې ۶۸ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن