Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
ځيني هغه افغانان چې له ايرانه را ایستل شوي د دغه هېواد د پوليسو له ناسم چلنده شکايت کوي او وايي چې په ايران کې افغان کډوال وهل او ډبول کېږي، بندي کېږي او په زور را ایستل کېږي.
ځینو کسانو پر ټولنیزو پاڼو لیکلي چې د انټرپول پولیسو د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم په ترکیه کې نیولی خو د هغه دفتر دا اوازې ردوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ «پيټياېم» یو مخکښ غړی علي وزیر د بلوچستان چمن پرلت کې له وینا وروسته نیول شوی دی.
د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، د پاکستاني چارواکو له لوري د روانې میاشتې تر پایه د بېاسنادو کډوالو وتلو اعلان د دې لامل شوی چې د پاکستان پولیس له افغان کډوالو سره تاوتریخوالی ډېر کړي.
د کابل امنیه قومانداني وایي، کابل ښار کې د «غلو» له هغې ډلې سره د پولیسو نښته کې یو «غل» وژل شوی او بل ژوندی نیول شوی چې غوښتل یې له یوه سوداګره ۱.۷ میلیونه افغانۍ غلا کړي.
کراچۍ کې د افغانستان قونسلګري وايي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه افغان کډوال د پاکستان کراچۍ د پولیسو له بنده ازاد شول.
ترکي رسنیو راپور ورکړی، د دغه هېواد پولیسو ۵۵ افغانان چې غوښتل یې له دغه هېواده نورو هېوادونو ته ولاړ شي، نیولي دي.
د راپورونو پر بنسټ، وسلهوالو کسانو د ایران په زاهدان کې د پولیسو پر یوه مرکز برید کړی او نښته روانه ده.
د بغلان امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت پر ټولو پولیسو يې د نوي یونیفورم وېشلو لړۍ پيل کړې ده.
د فاریاب امنیتي مسوولین د دغه ولایت د ۱۷ ولسوالیو پولیسو ته د یونیفورم د وېش خبر ورکوي؛ د فاریاب يو شمېر اوسېدونکي دغه اقدام ستايي.
د کابل امنیه قومانداني وایي، هغه څلور کسان یې نیولي چې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې یې د چاودنو پلانونه لرل.
د کرکټ د ملي لوبغاړي فضلالحق فاروقي ورور وايي چې د دوى د کورنۍ غړي د پاکستان په کراچۍ ښار کې پوليسو بنديان کړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP