Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ کې د موټرسایکل‌سپرو پولیسو قطعه جوړه شوه

مزارشریف (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۳): د بلخ امنیه قومانداني وایي چې دغه ولایت کې یې د امنيت ټینګښت په موخه د موټرسایکل‌سپرو پولیسو ۴۶‌ کسیزه قطعه جوړه کړې ده.

د بلخ امنیې قوماندانۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «د بلخ ولایت امنيه قومانداني د جنايي جرمونو د مخنیوي او چټک غبرګون په موخه ۴۶ کسیزه قطعه رامنځته کړه چې په پوځي تجهیزاتو سمباله ده.»

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه قطعه به په ۲۴ ساعته ډول فعالیت کوي څو د مزارشریف ښار د امنیتي وضعیت د ښه کولو لپاره مؤثر ګامونه پورته کړي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه قطعه به د هر ډول پېښو په اړه په چټکۍ سره عکس‌العمل ښیي او د امنیتي اړخونو په ډاډمن کولو کې به فعاله وي.

خبرپاڼه دغه راز کاږي: «د بلخ ولایت امنيه قوماندانۍ د امنیت امر احمدضیا خالد ډاډ ورکوي چې دغه ګروپ د جنايي جرمونو د مخنیوي او د خلکو د امنیت د تامین لپاره ژمن دی.»

د یادونې ده، له دې مخکې هم د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې د امنیت ټینګښت په موخه دغه ډول قطعې جوړې شوې وې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.