Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د خلکو په ۵۰ ميليونه افغانيو شخصي لګښت يوه ديني مدرسه جوړېږي چې شاوخوا ۵۰۰ نجونو او هلکانو ته به په کې د ديني او عصري زدهکړو زمينه برابره شي.
د پکتیکا په مرکز او ۱۲ ولسوالیو کې د روغتيا د پرمختګ او ادارې موسسې (اوایچپيایم) له لوري د کورنیو ۱۸ روغتیايي ځالې پرانیستل شوې چې د ۲۳ قابلو په مټ به د مور او ماشوم د مړینې کچې کمولو په برخه کې فعالیت کوي.
د پکتيکا د مرکز ښرنې اړوند په سپينڅک سيمه کې د ډبرو سکرو يوه کان د استخراج چارې پيل شوې چې سلګونه کسانو ته به په کې د کار زمينه برابره شي.
د پکتيکا ولايت د انګور اډې پر دروازه د ۳۴ ميليونه افغانيو په لګښت د کميساري کمپلیکس ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې چې په بشپړېدو به یې خلک وکړای شي د پاسپورټ او ویزې په لرلو له دې لارې پاکستان ته تګ راتګ وکړي.
د پکتيکا د ټولګټو چارو رياست وايي، د سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته یې په تېر یوه کال کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د لویو لارو ویجاړ شوي پلونه او تخریب شوي ځایونه رغولي دي.
د پکتيکا چارواکي وایي، د دغه ولايت په يحيیخېل ولسوالي کې يوه کس خپل پلار له لفظي شخړې وروسته په چاړه وهلی او وژلی دی.
د پکتيکا د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست وایي، د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې د سېلابونو له امله شاوخوا ۴۵۰ کورنۍ- چې کورونه یې نړېدلي- له خپلو اصلي مېنو نږدې ځايونو ته بېځايه شوې دي.
د پکتيکا ولايتي چارواکي وايي، په مرکز ښرنه کې د شېخ هبتالله اخوندزاده په امر د ‹‹الجهاديه›› په نوم يوې ديني مدرسې فعاليت پيل کړ چې سلګونه زدهکوونکو ته به په کې د ديني زدهکړو زمينه برابره شي.
ښرنه (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۱): په پکتيکا کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي رياست چارواکي وايي، وروستيو سېلابونو د دغه ولايت د مرکز په
د پکتيکا په سرروضې ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو يو کان تثبيت شوی او د استخراج چارې يې يوه داخلي شرکت ته په قرارداد ورکړل شوې.
د پکتيکا د مرکز په ګډون په شپږو ولسواليو کې د يوې نړیوالې خيريه موسسې له خوا له ۹ زره بېوزلو او اړو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته مرسته وشوه.
د پکتيکا د ګومل ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، وروستيو سېلابونو یې کورونو، کرنیزو ځمکو او فصلونو ته سخت زیانونه اړولي خو تر اوسه د حکومت او نورو مرستندویه ادارو له خوا مرسته نه ده ورسره شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP