د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق/UNICEF له لوري ۹ او د پوهنې وزارت له لوري ۳ ښوونځي بیا ورغول شول.
د فاریاب ولایت پوهنې ریاست وايي، په دغه ولایت کې د ۵۵۰ فعالو ښوونځیو له ډلې ۱۸۵ یې ودانۍ نه لري او زدهکوونکي یې په جوماتونو، تر خېمو او ونو لاندې په ازاده فضا کې په بد حالت زدهکړې کوي.