ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د یوه کارګر ماشوم هیله: خوښېږي مې ښوونځي ته لاړ شم او ډاکټر شم

د یوه کارګر ماشوم هیله: خوښېږي مې ښوونځي ته لاړ شم او ډاکټر شم

author avatar
2 Feb 2023 - 15:02
د یوه کارګر ماشوم هیله: خوښېږي مې ښوونځي ته لاړ شم او ډاکټر شم
author avatar
2 Feb 2023 - 15:02

کابل (پژواک، ۱۳ سلواغه ۱۴۰۱): د ژمي په یوه سړه ورځ یو لس کلن ماشوم چې له ډېرې یخنۍ لړزېږي، د کابل ښار په یوه سیمه کې د بوټونو پر رنګولو بوخت دی او وایي چې خوښېږي یي ښوونځي ته لاړ شي او په راتلونکي کې ډاکټر شي.

دغه ماشوم امین نومېږي او د یوې اته کسیزې کورنۍ غړی دی چې په اصل کې د بلخ د کشندې ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

د امین کورنۍ نږدې پنځه کاله مخکې د اقتصادي ستونزو له امله کابل رابېځایه شوې او اوس په یوه زاړه کور کې چې د یوې تپې پر سر دی، شپې ورځې تېروي.

امین په دې سړو ورځو کې پوهنې وزارت ته نږدې کار کوي څو د پلار پر اوږو بار سپک کړي او وکولای شي د کورنۍ لګښت برابر کړي.

یاد ماشوم چې د اقتصادي ستونزو له امله ښوونځی ترې پاتې دی، له پژواک سره په خبرو کې وايي، هیله یې دا ده ښوونځي ته لاړ شي او په راتلونکي کې ډاکټر شي.

امین زیاته کړه، وروسته له هغه چې کابل ته راغلل، له پنځه کلنۍ یې کار پیل کړی، په لومړیو کې یې ژاولې پلورلې او وروسته یې د خلکو بوټانو رنګولو ته مخه کړه.

د هغه په خبره، هر ورځ سهار ۷ بجې کار ته راوځي او د ماښام له اذان وروسته له خپلې خور سره چې د موټرو شیشې پاکوي، یوخای کور ته ځي.

نوموړی د خلکو له چلنده خوښ دی او وایي، یو شمېر خلک پرته له دې چې بوټان رنګ کړي، پیسې ورکوي.

په همدې حال کې، امین د تودو جامو او دست‌کش له نه درلودو شکایت کوي او وایي، سړه هوا یې په تکلیفوي او خپل کار ته سمه رسېدنه نه شي کولای.

دغه راز لس کلن امين زياته کړه، يوه بله هيله يې دا ده چې خپل مور او پلار حج ته ولېږي.

نوموړي څرګنده کړه، د ورځې له ۱۰۰ تر ٢٠٠ افغانيو پورې کار کوي او دغه پيسې د کور اړتياوو پوره لپاره لګوي.

د امين مشرې خور بي‌بي‌زاده پژواک ته وويل، پلار يې هم کراچۍ لري، د میاشتې ۳۵۰۰ افغانۍ د کور کرایه ورکوي.

هغه زیاتوي، په ژمي او سړه هوا کې له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي، د همدې اقتصادي ستونزو له امله له بلخ څخه کابل ته راغلي دي.

د دې خور هیله دا ده چې ورور یې ښوونځي ته لاړ شي، درس ووايي او په راتلونکي وکولای شي د خپلې کورنۍ او ټولنې لپاره ګټور تمام شي.

هغه له حکومته او مرستندويو بنسټونو وغوښتل چې مرسته ورسره وکړي، څو وروڼه او خويندې یې، په ځانګړې توګه امين ښوونځي ته ولاړ شي او زده‌کړې وکړي.

په ورته مهال، د مدني ټولنې فعالان او ارواپوهان وايي، د ملي او نړۍوالو قوانينو پر بنسټ، هغه دروند کار چې د ماشوم زده‌کړو پر وړاندې خنډ کېږي، منعه دی؛ ځکه په ټولنه کې د سواد کچي ټيټېدو لامل ګرځي.

مدني فعالې ثريا يوسفي له پژواک سره خبرو کې وويل، له ۱۸ کلونو کم عمره کسانو ته ماشومان ويل کېږي چې د ملي او نړۍوالو قوانينو له مخې، ‎سخت کار چې د ماشومانو فکري ودې او جسمي روغتيا ته زيان ورسوي او له  زده‌کړو یې د مخنیوي لامل شي، منع شوی دی.

موصوف زیاتوي: «په افغانستان کې د بشري ناورین په زیاتېدو سره د کارګر ماشومانو شمېر ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی او د دغو ماشومانو حقونه تر پښو لاندې کېږي.»

د هغه په ​​باور، هغه ماشوم چې باید خپل ماشومتوب تجربه کړي او د زده‌کړو، تغذيې، روغتيا او مناسبې درملنې له حقه برخمن وي، له بده مرغه د تاوتريخوالي، تبعيض او سپکاوي په څېر ګواښونو سره مخ کېږي.

یوسفي له حکومته غواړي چې په افغانستان کې د بشري پانګې یوې برخې په توګه کارګر ماشومانو ته پاملرنه وکړي او نقض شوي حقونه یې بېرته ورکړي.

بلخوا ارواپوه عبدالجلیل امرخېل هم وايي، د اقتصادي ستونزو له امله سړکونو ته د ماشومانو لېږل د ټولنې په دغه قشر کې د سختو رواني او ټولنیزو ستونزو لامل کېږي.

نوموړي وویل: «هغه ماشومان چې د سړک غاړو ته کار کوي، د مور او پلار له عاطفې بې برخې کېږي او یوازې له سپکاوي او توهین سره مخ کېږي؛ ځکه دوی په ذهني او رواني توګه وده نه وي کړې، کله چې دوی غلطي وکړي نو د کار مالک له خوا سپکاوی ورته کېږي، دا د بېلابېلو عقدو لامل کېږي او په نږدې راتلونکي کې پر یوه بدماش او بد فعل کس بدلېږي.»

امیرخېل پر دې باور دی چې دا ډول ماشومان په راتلونکي کې له هیچا سره ګوزاره نه شي کولای.

نوموړي زياته کړه، ښوونځيو ته د ماشومانو نه تګ په ټولنه کې د سواد کچې ټيټېدو او د جرمونو کچې  لوړېدو لامل کېږي.

خو بلخوا، د افغانستان سرپرست حکومت تل د کارګر او بې سرپرسته ماشومانو پر ملاتړ او لاسنیوي ټينګار کړی او د هغوی حقونو تامينولو ته ځان ژمن بولي.

د یادونې ده، دا يوازې امين نه دى، بلکې په زرګونو ماشومان شته چې د اقتصادي ستونزو له امله کار کوي او ښوونځي ته نه ځي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو کلونو کې د ماشومانو حقونو خوندیتوب په برخه کې یو شمېر بنسټونه فعالیت لري خو د سړک غاړو کارګر ماشومانو ډېرېدونکی شمېر ښیې چې ظاهراً په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

Visits: 119

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.