ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوهنې رياست: تخار کې له نیمایي ډېر ښوونځي ودانۍ نه لري

پوهنې رياست: تخار کې له نیمایي ډېر ښوونځي ودانۍ نه لري

author avatar
12 Mar 2023 - 14:38
پوهنې رياست: تخار کې له نیمایي ډېر ښوونځي ودانۍ نه لري
author avatar
12 Mar 2023 - 14:38

تالقان (پژواک، ٢١ کب ۱۴۰۱): په تخار کې له نیمایي ډېر ښوونځي ودانۍ نه لري او د پوهنې چارو پوهان وایي، د مناسب تعلیمي چاپېریال نشتوالی پر ښوونیز بهیر منفي اغېز لري چې حکومت باید د دغې ستونزې حل کولو ته پام ډېر کړي.

سیمه‌ییزې سرچینې وایي، د یاد ولایت په لرو سیمو کې زرګونه زده‌کوونکي د اوړي په موسم کې د ګرمې هوا او په پسرلي او ژمي کې د سړې هوا په زغملو سره په کنډواله ودانیو کې او یا هم تر شنه اسمان لاندې زده‌کړې کوي.

د تخار د پوهنې رييس مولوي حزب‌الله مبشر پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه ولایت کې له ٧١٠ ښوونځيو ٣٥٠ يې ودانۍ نه لري چې له امله یې ٤٠ سلنه زده‌کوونکي په ازاده فضا کې زده‌کړې کوي.

زدهکوونکي او د هغوی والدین د ښوونځیو ودانیو له نشتوالي سر ټکوي

په تخار کې د زده‌کوونکو له والدینو صبرالله ابراهیمي وايي، د ښوونځیو د ودانۍ نشتوالی، د درسي توکو کمښت او له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو تړل د اندېښنې وړ ستونزې دي.

هغه که څه هم له حکومته ‎غواړي چې د نجونو ښوونځي بېرته پرانېزي، خو ټينګار کوي چې د پوهنې وزارت دې د ټولنې د پرمختګ په موخه په لرو سيمو کې د ښوونځيو جوړولو هڅې وکړي.

همداراز د ابو عثماني تالقاني لېسې يو زده‌کوونکى نورالله وايي چې د دوى د لېسې ودانۍ پر یوې کنډوالې بدله شوې ده.

نوموړی وايي، حکومت ‎‎باید د دوى د ښوونځي ودانۍ بېرته ورغوي څو دوى په ارام فکر سره خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

شنونکي: حکومت باید د ښوونځیو ودانیو جوړولو ته پام ډېر کړي

 

په تخار کې د ښوونې او روزنې چارو پوه سید جمال‌الدین عیني وايي: «په تېرو ۲۰ کلونو کې په دغه سکټور کې ځيني خیالي کارونه ددې لامل شوي څو د تخار په ګډون په ډېری ولایتونو کې زده‌کوونکي اسانتیاوو ته لاسرسی ونه لري او له زده‌کړو بی‌برخې پاتې شي.»

هغه زیاتوي، د زده‌کړو ښه چاپېریال او بشپړ درسي توکي زده‌کوونکي زده‌کړې ته هڅوي چې په یاد ولایت کې ډېری زده‌کوونکي ترې محروم دي.

د نوموړي په وینا، په تالقان ښار کې د ابوعثماني تالقاني لېسه د تخار ولايت له معتبرو ښوونځيو څخه دی چې دوه کاله وړاندې د ناپېژاندو کسانو له لوري وسوځول شوه او تر اوسه ورته هېڅ پاملرنه نه ده شوې، اوسنی حکومت یې بايد بیارغونې ته پام وکړي.

د هغه په باور، په هېواد کې به هغه مهال د ښې پوهنې شاهدان یو چې د دغه سکټور د رهبرۍ او مدیریت په برخه کې مسلکي کسان وګومارل شي.

د پوهنې یو بل کارپوه عبدالسمیع وایي: «په هېواد کې تېرې دوه لسيزې جګړې د دې لامل شوي چې په تخار ولايت کې د ښوونځيو په ګډون ډېرى عامه ځايونه ويجاړ شي او يا هم ورته پاملرنه ونشي.»

هغه وايي، اوس د یاد ولایت په لرو سیمو کې ډېری ښوونځي ودانۍ نه لري او زده‌کوونکي په پسرلي او ژمي کې د یخنۍ او اوړي کې د ګرمۍ په زغملو تر شنه اسمان لاندې په کنډوالو کې، تر ونو او زړو خیمو لاندې زده‌کړې کوي.

نوموړی دغه‌راز زیاتوي، د کوکچې پورې غاړې سیمو ترڅنګ د تخار په لرو ولسوالیو کې زده‌کوونکي په خورا بدو شرایطو کې زده‌کړې کوي چې سرپرست حکومت باید ورته پاملرنه وکړي.

د هغه په ​​وينا، اوس چې په هېواد کې جګړه پای ته رسېدلې او اوسنی حکومت هم د امنيت او هوساینې شعارونه ورکوي، نو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو پر پرانيستلو سربېره بايد د پوهنې ودې او په تخار ولایت کې د ښوونځیو ودانیو جوړولو ته جدي پاملرنه وکړي.

بل‌خوا، د پوهنتون استاد برکت‌الله ودودي د ښځو او نارینه‌وو تعلیم د هېواد د پرمختګ او سوکالۍ لپاره اغېزناک بولي او وايي، له زده‌کړو پرته یوه هوسا ټولنه نه شي رامنځته کېدای.

هغه زیاتوي، د تېر حکومت پر مهال په تخار کې د خیالي ښوونکو او ښوونځیو شتون د دې لامل شو څو په دغه ولایت کې د پوهنې سکټور له ګډوډۍ سره مخ شي.

د هغه په ​​خبره، اوسنی حکومت باید د دغو اندېښنو حل ته جدي پاملرنه وکړي، څو د مناسب ځای او درسي موادو له پلوه د معياري زده‌کړو شاهدان واوسو.

د تخار د پوهنې رییس مولوي حزب‌الله مبشر وایي چې پوهنې وزارت په راتلونکي کال کې د دغو اندېښنو د حل لپاره اقدام کوي.

د مبشر په وینا، په تخار کې د پوهنې سکټور د مسلکي ښوونکو او د کتابونو او کتابچو له کمښت سره مخ دی، خو د هڅو په پایله کې یې یونیم میلیون درسي کتابونه د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق (UNICEF) په مرسته دغه ولایت ته استول شوي دي.

هغه وايي، د يادو کتابونو په وېشلو سره به د درسي توکو په برخه کې د زده‌کوونکو ٩٥ سلنه ستونزې هوارې شي.

نوموړی که څه هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو بېرته پرانيستلو په اړه څه نه وايي، خو د ابو عثماني تالقاني ‎لېسې د بيارغونې د کار پيل په اړه د هڅو خبر او ډاډ ورکوي چې په راتلونکي کال کې به دغه لېسه هم په معياري ډول جوړه شي.

د خپرو شوو راپورونو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا نيمايي ښوونځي ودانۍ نه لري.

Visits: 93

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.