د کندوز په خاناباد ولسوالۍ کې د یوه منځني ښوونځي ودانۍ چې د ۱۳ میلیون افغانیو په لګښت جوړه شوې، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د سویډن کمېټې له لوري د ۱۸ میلیون افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه.
په بلخ کې د ښوونځیو زدهکوونکي وايي، د مسلکي ښوونکو او درسي کتابونو له کمښت سره مخ دي چې له امله يې درسي بهير زيانمن شوى دى.
د ننګرهار د پوهنې رياست وايي، په دغه ولايت کې ۱۴۸ ښوونځي ودانۍ، ۳۵۰ د احاطې ديوالونه او د ۲۲۱ ښوونځيو زدهکوونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
کابل (پژواک، ٢١ لېندۍ ۱۴۰۱): د کابل یو شمېر اوسېدونکي وایي، که حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړو ته اجازه ورنه کړي نو
۱۲ کلن هراتی ماشوم الیاس په داسې حال کې چې د دغه ولایت د استقلال لېسې د دېوال ترڅنګ او سینما چوک پر پلېلارې د کثافاتو پر راټولولو بوخت دی وايي، پلار یې ناروغ او خپله اړ دی چې د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کړي.
اټلانټا (پژواک، ۱۷ لېندۍ ۱۴۰۱): په اندونیزیا کې د افغان نجونو له زدهکړو د ملاتړ په موخه جوړ شوي نړۍوال کنفرانس د بینالافغاني ډیالوګ او
د میدان وردګو په مرکز میدانښار کې د سویډن کمېټې په مالي لګښت، یوه لومړني ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه.
ټاکل شوې چې د قطر او اندونیزیا په کوربهتوب د افغان ښځو او نجونو له زدهکړو د ملاتړ په موخه نړۍوال کنفرانس جوړ شي.
فراه (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۱۴۰۱): د فراه په مرکز او ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) له خوا د هغو
د خوست د پوهنې رياست مسوولين وايي، په دغه ولايت کې سل ښوونځي ودانۍ نه لري او زدهکوونکي يې په ازاده فضا کې زدهکړې کوي.
د غزني د خوګیاڼو اوسېدونکي وايي، دغه ولسوالي له سلو ډېر کلي لري چې زرګونه خلک په کې ژوند کوي، خو یوازې د هلکانو درې ښوونځي په کې شته چې هغه هم په وروستیو درېیو کلونو کې جوړ شوي او تر اوسه ودانۍ نه لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP