ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځينې خلک: که د نجونو ښوونځي خلاص نه شي کډوالۍ ته اړ کيږو

ځينې خلک: که د نجونو ښوونځي خلاص نه شي کډوالۍ ته اړ کيږو

کابل (پژواک، ٢١ لېندۍ ۱۴۰۱): د کابل یو شمېر اوسېدونکي وایي، که حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړو ته اجازه ورنه کړي نو ډېرې کورنۍ به کډوالۍ ته اړې شي؛ خو حکومت بيا وايي چې په دغه برخه کې پر يوه ميکانيزم کار روان دى.

په هېواد کې له سیاسي بدلون څخه شاوخوا یونيم کال تېریږي، خو تر اوسه د نجونو پرمخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو دروازې تړلې پاتې دي.

د کابل ترڅنګ د بېلابېلو ولايتونو اوسېدونکي په دې اړه اندېښمن دي او له حکومته غواړي چې د نجونو پرمخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي دې هم پرانيزي.

په دې اړه د کابل يوه اوسېدونکي احمد نوید پژواک خبري اژانس ته وویل، نږدې یونیم کال خلک حکومت ته منتظر شول څو د نجونو پرمخ ښوونځي پرانيزي، خو حکومت دغه کار ونه کړ.

دی وایي، که حکومت نجونو ته له شپږم ټولګي پورته د زده‌کړو اجازه ورنه کړي، نو یو شمېر خلک به اړ شي چې د خپلو اولادونو د زده‌کړو په خاطر نورو هېوادونو ته کډوال شي.

احمد نوید زیاتوي: «که په هېواد کې د نجونو زده‌کړو پر وړاندې همداسې ستونزې وي، نو زه هم اړ کېږم چې د خپلو اولادونو د زده‌کړو لپاره ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شم تر څو مې پر خپلو لوڼو زده‌کړه وکړم.»

د کابل یوه بل اوسېدونکي پژواک ته وویل، که حکومت په هېواد کې نجونو ته له شپږم ټولګي پورته د زده‌کړو اجازه ورنه کړي، دی هم د یوه پلار په صفت غواړي چې د خپلو اولادونو د تعلیم په خاطر کډوال شي.

هغه زیاته کړه: «هیڅوک نه غواړي چې په اوسني عصر کې یې اولادونه بې‌سواده پاتې شي او نه شرایط دا ایجابوي چې په نجونو دې زده‌کړې ونه شي.»

همدارنګه د کابل ښار يو بل اوسېدونکى وسیم وايي، که حکومت په راتلونکي کې نجونو ته له شپږم ټولګي پورته د زده‌کړو اجازه ورنه کړي، نو دې به بل هېواد ته کډوال شي.

هغه زیاته کړه: «د دې پرځای چې خلک د خپلو لوڼو د زده‌کړو لپاره کډوالۍ ته مجبور شي، نو حکومت باید د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځي پرانېزي.»

همدارنګه، په کابل کې د يولسم ټولګي زده‌کوونکې مروه هاشمي پژواک ته وویل که حکومت نجونو ته له شپږم ټولګي پورته د زده‌کړو اجازه ورنه کړي، دا به د  کورنۍ او ټولنې لپاره ښې پايلې ونه لري.

هغې له حکومته غوښتنه وکړه چې نجونو ته دې هم د زده‌کړو اجازه ورکړي.

دغه‌راز د سياسي چارو شنونکي نجیب‌‌الله جامع پژواک ته وویل: «د نجونو له ښوونځي تر پوهنتون او تخصص پورې زده‌کړې او همدارنګه د ښځو کار، د ټولنې په سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او علمي او فرهنګي برخو کې ونډه، نه یوازی دا چې د زمانې مهمه اړتیا او غوښتنه ده، بلکې زموږ دین، کلتور او تاریخ ورڅخه بشپړ ملاتړ او پرې هر اړخیز ټینګار کوي.»

هغه زیاته کړه، له اووم څخه تر ۱۲ ټولګي پورې د نجونو پرمخ د ښوونځیو تړل هېڅ توجیه نه لري، بلکې د حکومت او ملت ترمنځ واټن ډېروي.

دى وايي، دغه کار افغانستان او نړۍ سره لرې کوي، ټولنه وېشي، په اوږدمهال کې اقتصادي ستونزې رامنځته کوي او په ټوله کې د ملي بې‌باورۍ او د مغزونو د فرار لامل کېږي.

بل لورته، حکومتي مسوولينو تر اوسه په دې اړه د پژواک اړيکه نه ده ځواب کړې خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د روان کال د تلې په ۲۳مه په ترکیه کې د «اسلامي نړۍ د عالمانو مسوولیت» تر عنوان لاندې غونډې ته ویلي و، په افغانستان کې د ټولو نجونو پرمخ د ښوونځیو خلاصېدل حتمي دي او نجونو ته د نصاب سمونې او د جلا ښوونیز سیسټم جوړولو پر برخو کار روان دی.

د روان کال د وري میاشتې په لومړیو کې ښوونیز کال پیل شو؛ د افغانستان سرپرست حکومت په هماغه ورځ د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو پیل وځنډاوه او ویې ویل، په دې اړه پر یوې طرحې کار روان دی چې له بشپړېدو وروسته به یې دغه ښوونځي پرانیستل شي، خو تراوسه دغه کار نه دی شوی.

Visits: 393

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.