Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د بغلان ولایت د ۱۴ ښوونځیو د ۱۴۰ زدهکوونکو ترمنځ د فوټسال لس ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې.
د لوګر د پوهنې ریاست وایي چې په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې د نجونو او هلکانو ښوونځيو ته د ښوونکو د خالي ۲۵۰ بستونو ډکولو لپاره له شاوخوا زر ښځينه او نارینه کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.
د لغمان پوهنې ریاست وایي چې په مرکز مهترلام او ولسوالیو کې يې ښوونځیو ته د زدهکوونکو د تګ په موخه کمپاين پيل کړى دى.
د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ ځیني اوسېدونکي وایي چې د ښوونځیو او روغتیایي مرکزونو په ګډون لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نه لري او له مسوولینو غواړي چې د دوی ټولنیزو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
د هلمند د نهر سراج ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په تېرو څلورو لسیزو کې دغه ولسوالۍ کې یواځې یو ښوونځی جوړ شوی و چې هغه هم په جګړو کې بېرته ویجاړ شوی دی.
د لوګر د پوهنې ریاست وایي، د پوهنې وزارت له لارښوونې سره سم د دغه ولايت په مرکز پل علم او ولسوالیو کې د زدهکوونکو سرشمېرنه پيل شوې ده.
د زابل د پوهنې ریاست وايي، نن په دغه ولایت کې د یونیسف ادارې له خوا د ۴۱۴ زره امریکايي ډالرو په لګښت د ۴۶ ښوونځيو لپاره د احاطې دېوالونو جوړولو چارې پیل شوې.
د ننګرهار د پوهنې رياست له لوري د ښوونځیو زدهکوونکو په لاسي د جوړ شوو توکو يو ورځنی نندارتون جوړ شو.
سیمهییزې سرچینې وایي، د هرات ښار په شپږمه ناحیه او د غزني ولایت په قرهباغ ولسوالۍ کې د ځايي خلکو په شخصي لګښت د دوو لومړنیو ښوونځیو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د فاریاب پوهنې ریاست د دغه ولایت ښوونځیو ته د نوو کتابونو، درسي بستو او خېمو د وېش بهیر له پیلېدو خبر ورکوي او وايي، له دې چارې سره به په فاریاب کې د درسي کتابونو د کمښت ستونزه ۹۵ سلنه هواره شي.
د زابل په مرکز کلات او درېیو ولسوالیو شاهجوی، مېزانه او شينکۍ کې د ۷۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د ۷ ښوونځیو ودانۍ ترمیم او بیا ورغول شوې.
ځینې جوزجانۍ مېرمنې چې په دغه ولایت کې د سواد زدهکړې ټولګیو کې درس وايي، له اسلامي امارته غوښتنه کوي چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته ښوونځيو ته د تګ اجازه ورکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP