Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د دایکنډي امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په کجران ولسوالۍ کې یوې ښځې ځانوژنه کړې ده.
. . .
په غور ولایت کې یو شمېر د لاسي صنایعو تولیدوونکې ښځې د خپلو توکو د پلور کچې کمېدو خبره کوي او له حکومته د ملاتړ غوښتنې ترڅنګ وايي، د تولیداتو لپاره یې باید بازارموندنه وشي.
سیمهییزې سرچینې په بادغیس ولایت کې د یوې ځوانې نجلۍ او په مزارشریف کې د یوه سړي له خوا د خپلې ښځې د وژل کېدو خبر ورکوي.
ملګرو ملتونو ویلي، د افغانستان سرپرست حکومت له خوا د دوی په ادارو کې پر ښځینه کارکوونکو له بندیز سره که څه هم د مرستو کچه ټیټه شوې، خو دوی د ننګونو په شتون کې بیا هم نه شي کولی چې له تعامله لاس واخلي.
یو شمېر شاعران او لیکوالان له اسلامي امارته غواړي چې کلتوري او ادبي برخې ته د پاملرنې ترڅنګ، په ادبي ناستو کې ښځو ته هم د ګډون اجازه ورکړي؛ خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، ښځې هم کولای شي چې د اسلامي حجاب په مراعتولو سره جلا ادبي ناستې ترسره کړي.
اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړهلیک ته په غبرګون کې ویلي، د ښځو پر کار او زدهکړو بندیز د افغانستان کورنۍ مسله ده، خو د افغان ښځو حقونو ته ژمن دي او په ډاګه کوي چې تفاوتونو ته بايد درناوی وشي او سياسي نه کړای شي.
Hits: 98
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن