Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د هوا له ډېرې ککړتیا شکایت کوي او له حکومته غواړي چې د مخنیوي لپاره یې اقدام وکړي خو مسوولین بیا وايي، د یادې ستونزې د حل لپاره یې هلې ځلې پیل کړې دي.
کابل کې د ښاروالۍ له لوري په ۶۵۰۰ زره افغانۍ د یو ټن ډبرو سکرو پلور په داسې حال کې پیل شو چې نن په بازار کې په اوسط ډول یو ټن د ډبرو سکاره په ۱۲۵۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.
ورزشي مسوولین وايي چې نن په کابل کې د ۲۸ کلپونو د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د پارکور ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.
نن د کابل ښار په بازارونو کې د بورې، وریجو او غوړیو بیې ټیټې خو د نفتي توکو او سرو زرو بیې بیا لوړې شوې دي.
کابل کې د لرګیو پلورونکي وايي، حکومت سوداګرو ته اجازه ورکړې چې له نورو ولایتونو څخه کابل ته د سون لرګي وارد کړي چې له امله یې اوس په بازار کې د ارچې او بلوط لرګیو بیې ټیټې شوې دي.
کابل ښار کې یو شمېر پوستینګنډونکي د خپلو محصولاتو بازار ټکني کېدو اندېښمن کړي او له خلکو غوښتنه کوي چې د دغه صنعت ژوندي ساتلو لپاره د دوی له تولیداتو استفاده وکړي.
کابل کې د نهو ولایتونو د ۲۰۰ لوبغاړو ترمنځ د هاکي ملي لوبډلې ته د لوبغاړو د غوراوي اتم پړاو سیالۍ پیل شوې چې شپږ ورځې به دوام وکړي.
د افغانستان بانک اعلان کړی چې سبا ۱۶ میلیون امریکایي ډالر د لیلام په ډول پلوري.
کابل کې د یو شمېر بهرنیو لوبغاړو په ګډون د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د اوزلوبې غورهلیګ شپږم پړاو سیالۍ پیل شوې چي لس ورځې به دوام وکړي.
د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، د ارزو ټلویزیون د اسلامي ارزښتونو او ملي عنعناتو سره په ټکر کې کړنې ترسره کولې او د تړل کېدو پرېکړه یې د ټولنیز نظم د ټینګښت لپاره شوې ده.
د ۲۶ کلن حسیبالله زهیر سترګې لید نه لري، خو د زړه په سترګو یې نړۍ ځان ته دومره روښانه کړې چې د یوه بینا انسان په څېر یې لوړې زدهکړې کړې، د قرانکریم تفسیر او د تاریخ ځیني مهم کتابونه په بریل خط لیکي او هڅه کوي د نورو نابینایانو لپاره هم د هیلو نوې لارې پرانیزي.
په کابل کې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د فزیکي بیاځواکمنتیا مرکز کې یو شمېر معلولین له خپلو تجربو او زدهکړو په استفادې خپلو نورو همنوعو ته مصنوعي لاسونه، پښې او د بدن نور غړي جوړوي څو هغوی وکولای شي بېرته د ګرځېدو توان پیدا کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP