Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د عدلیې وزارت وایي چې د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د کابل ښار په ټولو ناحیو کې د ساحوي څار ډلې جوړې کړې دي.
د هېواد د لسو ولايتونو د څه باندې ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوتالرمي «د سرو زرو کمربند» څلورم پړاو سراسري سيالۍ نن په کابل کې پیل شوې.
د المپیک ملي کمېټه وایي چې په کابل کې د ۱۲ کلبونو د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د جوجیتسو د غوراوي سیالۍ پیل شوې دي.
د قطر د بشري مرستو څلور الوتکې کابل ته رارسېدلې او د افغانستان په ختیځ کې له زلزلهځپلو سره د مرستې لپاره یې دوه ګرځنده روغتونونه، درمل، خوراکي او د سرپناه اړين توکي راوړي دي.
په کابل کې یو شمېر هغه ښځې چې د مرخېړیو د تولید فارمونه لري وايي، د دې لپاره چې دغه کاروبار یې وده وکړي، سړې خونې دې ورته جوړې شي.
ستره محکمه وایي، د کابل ولایت د نشهیي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې له خوا ۱۲ کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، په ننګرهار او خوست ولایتونو کې د پاکستان د ډرون بريدونو په غبرګون کې د دغه هېواد سفیر احضار کړی او د احتجاجليک د ورسپارلو ترڅنګ یې ویلي چې «دغه ډول بېمسؤولیته کړنې تر شا حتما عواقب لري.»
کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل د پغمان ولسوالۍ اړوند په ارغندۍ سیمه کې د یوه ۵۸۰ مسافروړونکي موټر چپه کېدو پېښه کې ۲۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان د باتوران دود ملي فدراسیون وايي چې په کابل کې د اتو کلبونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د باتوران دود سیالۍ ترسره شوې.
د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ریاست وايي چې په کابل کې د ۷۰ لوبغاړو ترمنځ د «فول رزم» غوراوي سيالۍ پيل شوې چې په پایله کې به یې د کابل منتخبې لوبډلې ته ۱۸ کسان وټاکل شي.
د کابل ښار د څرخي پله سیمه کې د ختیځ لویې لارې برېښنایي دروازې (ټولګېټ) جوړولو چارې پیل شوې چې ۱۶۶ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.
د بهرنیو چارو وزارت وایي چې نن په کابل کې د افغانستان، پاکستان او چین درې اړخیزه غونډه جوړیږي چې په ترڅ کې به یې د درې واړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سیمهییزو همکاریو په ګډون پر یو لړ مهمو موضوعاتو هر اړخیز بحثونه وشي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP