کابل (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۴): د المپیک ملي کمېټه وایي چې په کابل کې د ۱۳ کلبونو د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ له نشهیې توکو سره د مبارزې په نوم د کورش ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې.
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د کابل ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ د کورش ملي فدراسیون له لوري د ۱۳ کلبونو د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د «له نشهیې توکو سره د مبارزې» په نوم د کورش ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې.
سرچینې لیکلي چې یادې سیالۍ په درېیو سبکونو کې «کورش، سامبو او کامبک سامبو» او په درېیو سني کټګوریو (تنکي ځوانان، ځوانان او لویان) کې ترسره کېږي.
سرچینې زیاته کړې، یادې سیالۍ د کابل ولایت د کورش منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندلو او له نشهیي توکو د ځوانانونو لرې ساتلو په موخه ترسره کېږي او څلور ورځې به دوام وکړي.
د المپیک ملي کمېټې د معلوماتو له مخې، د یادو سیالیو په پای کې به درې واړه سبکونو کې ټولټال ۹۰ ورزشکاران د کابل ولایت د کورش منتخبې لوبډلې ته وټاکل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP