کابل (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۴): د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د هند له یو شمېر سوداګرو او صنعتکارانو سره په یوه غونډه کې چې د دغه هېواد د پارلمان د غړي او مشهور سوداګر ویکرامجیت په مشرۍ جوړه شوې وه، ویلي چې د کابل – امریتسر الوتنې به بېرته پیل شي.
تایمز اف انډیا راپور ورکړی چې دا ناسته پرون د هند د سوداګرۍ او صنایعو خونې فدراسیون (FICCI) له لورې په نوي ډیلي کې جوړه شوې وه.
راپور کې راغلي چې دې اقدام د افغانستان او هندوستان ترمنځ د اقتصادي او فرهنګي اړیکو د احیا کولو لپاره نوې هیلې رامنځته کړي؛ هغه اړیکې چې له څو کلونو راهیسې د جیوپوليټیکي بدلونونو له امله محدودې شوې وې.
د هند په پارلمان کې د پنجاب استازي ویکرامجیت سنګ پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، د افغانستان بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره یې ډېرې ګټورې خبرې اترې درلودې او په دغو خبرو کې د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ د پیاوړتیا او په سیمه کې د سولې او هوساینې رامنځته کېدو په موخه د خلکو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په اړه بحث شامل و.
هغه لیکلي: «ما د امریتسر او کابل او کندهار ترمنځ د مستقیمو الوتنو د بیا پيلېدو له وړاندیز څخه تود هرکلی وکړ او د سوداګریزو لارو د بیارغونې او د روغتیا، زدهکړو او ګرځندویئ برخو کې د همکارۍ د پراختیا پر اهمیت مې ټینګار وکړ.»
نوموړی وايي، باور لري چې د افغانستان او هندوستان ترمنځ باثباته او رغنده اقتصادي اړیکې به د دواړو هېوادونو د خلکو لپاره د ګډې هوساینې او نوې هیلې لامل شي.
تایمز اف انډیا لیکي، په امریتسر ښار د دغه خبر تود هرکلی وشو؛ هغه ښار چې یو وخت د افغان سوداګرو د سوداګرۍ اصلي مرکز و.
ساچین کمار چې د «ایرلاینز» هوټل مالک دی، د دغه ښار د تېرو ښو ورځو او شرایطو یادونه وکړه او و یې ویل چې افغان سوداګر به دلته په اونیو اونیو پاتې وو او دا چاره د سوداګرۍ او ګرځندوۍ د غوړېدو لامل شوې وه.
هغه ویلي چې افغان سوداګر به معمولا څه باندې یوه میاشت دلته پاتې کېدل او د دغو الوتنو بېرته پيلېدل نه یوازې سوداګریز فعالیتونه زیاتوي، بلکې د ګرځندوی صنعت به هم چې د پام وړ پیکه شوی و، بېرته راژوندی کړي
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP