Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د لغمان د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز او درېیو ولسوالیو کې ۱۴۰ اړمنو ښځو ته د کاري فرصتونو رامنځته کولو په موخه بېلابېلو برخو کې پنځه کارخونې پرانیستل شوې دي.
سمنګان کې د لاسي صنایعو یوې کارخونې مسووله فاطمه شېرزاد په داسې حال کې چې د خپلو تولیداتو بازار پیکه کېدو ته اندېښمنه ده، له مسوولو بنسټونو غواړي څو له صنعتګرو ښځو ملاتړ وکړي.
د اروزګان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په دهراوود او چورې ولسوالیو کې د نشهیي توکو د پروسس دوه کارخونې له منځه وړل شوې دي.
بلخ کې د ۲۲۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د ښځو اړوند ۱۵ بېلابېلو کارخونو ته د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ شو.
دایکنډي او بغلان کې امنیتي مسوولین وايي چې دغو ولایتونو کې د نشهیي توکو د تولید دوه کارخونې کشف او له منځه وړل شوې دي.
د غور امنیه قوماندانۍ وایي چې د دغه ولایت په دولینه، پسابند او دولتیار ولسوالیو کې یې د نشهیي توکو د تولید درې کارخونې کشف او له منځه وړې دي.
د غور امنيه قوماندانۍ په دغه ولايت کې د نشهيي توکو د ۲۰ کارخونو د کشف او له منځه وړلو خبر ورکوي.
اروزګان کې مسوولین وايي چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په چارچینو او ګيزاب ولسوالیو کې د نشهیې توکو د تولید درې کارخونې له کشف وروسته له منځه وړې دي.
اروزګان کې مسوولین وايي، امنیتي ځواکونو نن سهار د دغه ولایت په چارچینو او خاص اروزګان ولسوالیو کې د نشهيي توکو د تولید ۱۳ کارخونې او ۳۱ زره ۵۰۰ کیلوګرامه ومان له منځه وړي دي.
د کندهار امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په میوند او خاکرېز ولسوالیو کې پرون د نشهيي توکو د تولید دوه کارخونې کشف او له منځه وړل شوې دي.
د بامیان امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې یې د نشهیي توکو او الکولي مشروباتو اووه کارخونې کشف کړې او له منځه وړې او په تړاو یې ۱۷ کسان نیولي دي.
سیمهییزې سرچینې وايي، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په مالي مرسته په فاریاب ولایت کې د بېځایه شوو ماشومانو لپاره تر شپږم ټولګي یو ښوونځی جوړ شو او په جوزجان کې د غالۍ اوبدلو یوې کارخونې د جوړېدو چارې پیل شوې.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن