فراه (پژواک، ۸ غبرګولی ۱۴۰۴): د فراه یو شمېر اوسېدونکي وایي، وروسته له هغه چې دغه ولایت کې د اوړو د تولید یوې کارخونې کار پیل کړی، اوس ډېر شمېر خلک بهرني وارداتي اوړه نه پېري، ځکه داخلي اوړه باکیفیته دي او بیه یې ټیټه ده.
نږدې درې میاشتې مخکې فراه کې د اوړو د تولید یوې کارخونې په فعالیت پیل وکړ چې له کروندګرو وطني غنم پېرې او هره ورځ لس تنه اوړه تولیدوي.
اوس د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، د یادې کارخونې په جوړېدو سره یې وطنیو اوړو ته مخه شوې او وارداتي اوړه نه پېري.
د دغه ولایت د پشترود ولسوالۍ د نرمکي کلي اوسېدونکي عبدالستار وویل: «مخکې مو له پاکستاني یا د نورو هېوادونو له اوړو استفاده کول خو کله چې دغه فابریکه جوړه شوې، له همدې فراهي اوړو څخه استفاده کوو، ډېر خوندور دي، بیه یې هم ښه ده.»
د خاکسفېد ولسوالۍ اوسېدونکي احمدګل چې تازه یې فراه ښار کې پنځه بوجۍ اوړه پېرلي، وویل، له ایراني، قزاقي او پاکستانیو اوړو څخه دغه ولایت کې تولید شوي اوړه ځکه ډېر ښه دي چې د همدې ولایت له غنمو څخه تولید کېږي.
هغه وویل: «دا اوس مې پنځه بورۍ رانیولي، هم ارزانه دي او هم خوندور دي.»
ورته مهال، د یادې کارخونې مسوول حاجی کمال پژواک خبري اژانس ته وویل، د دې کارخونې په جوړېدو یې ۱۵۰ زره ډالر پانګونه کړې او زیاتوي چې په ۲۴ ساعتونو کې لس ټنه اوړه تولیدوي.
هغه وویل، د اوړو لپاره د فراه او شاوخوا ولایتونو له کروندګرو څخه غنم پېري او په خبره یې چې په کارخونه کې ورسره لس کسان په کار بوخت دي.
په همدې حال کې د فراه د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وايي، که دغه ولایت کې د برېښنا ستونزه حل شي، دا ډول ډېرې کارخونې به فعالې شي چې خلک به یې له تولیداتو خوښ وي.
د یاد ریاست رییس حافظ شمسالحق اجمل وویل، دغه ولایت کې د اوړو د تولید تازه فعاله شوې کارخونه اوسمهال یوازې د فراه ولایت اړتیا پوره کوي خو که د برېښنا امکانات ورته برابر شي، نورو ولایتونو ته هم اوړه صادرولی شي.
د نوموړي په خبره، که صنعتکاران دغه ولایت کې هره برخه کې پانګونه وکړي، دوی ورسره همکاري ته چمتو دي.
د یادونې ده چې اوسمهال په دغه ولایت کې لسګونه بېلابېلې تولیدي فابریکې فعالې دي چې ټولې یې د برېښنا د نشتون له امله له لمریزې برېښنا څخه کار اخلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP