Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د کاپیسا امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او ۷ نور ټپيان شوي دي.
د کاپیسا امنیه قومانداني وايي، په دغه ولایت کې یې یو ۱۳ کلن هلک چې د خپلې مور، خور او ورور په وژلو تورن دی، نیولی دی.
د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، د دغه ولایت د محمودراقي ښار لومړۍ حوزې په مربوطات کې یوه ناپېژانده کس د ښکاري ټوپک په ډزو یوه مور او د هغې دوه ماشومان وژلي دي.
ستره محکمه وايي چې د کاپیسا د لومړۍ ښاري محکمې د پرېکړې پر بنسټ، پر دوو کسانو د غلا په جرم په عام محضر کې د تعزیري جزا حکم تطبیق شو.
کابل (پژواک، ۲۴ کب ۱۴۰۲): د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، کاپيسا ولایت کې د څه باندې ۴۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۳۳ رغنیزو پروژو چارې یې بشپړې کړې دي.
د اوبو او برېښنا وزارت وایي، په کاپیسا ولایت کې د څه باندې ۵۸۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ۱۲ پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د شهیدانو او معولولینو چارو وزارت له لورې په هلمند او کاپیسا کې ۲۳۱ معلولینو ته ویلچیرونه ووېشل شول.
ځایي مسوولین وایي چې پروان او کاپیسا کې د ۲۷ میلیون افغانیو په لګښت د لسو عامالمنفعه پروژو چارې پیل شوې.
د کاپیسا امنیه قومانداني وايي، تېره شپه د دغه ولایت په نجراب ولسوالۍ کې یوه کس خپل پلار د ښکاري ټوپک په ډز وژلی او د امنیتي ځواکونو له لورې نیول شوی دی.
د کاپیسا امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت د کوهستان لومړۍ حصې ولسوالۍ کې د یوې خاورینې تپې ښویېدو له امله یو کس مړ شوی دی.
د کاپیسا امنیه قوماندانۍ وایي چې په دغه ولایت کې د درېیو جلا ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
د کاپیسا ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په الهسای ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ دښمني چې له ۱۳۹۲ لمریز کال راهیسې موجوده وه، نن د قومي مشرانو او حکومت په منځګړیتوب پای ته ورسېدوه.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن