Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
ډاکټرانو، د پزې اسپرې وړاندیز کېدو هغه خبرونه حقیقت بللي چې د بدن تنفسي سیستم ته د کرونا ویروس د ننوتلو مخه نیسي، خو وايي، له دې اسپرې باید د ډاکټر له مشورې پرته استفاده ونه شي؛ ځکه کېدای شي چې ځینې روغتیایي ستونزې رامنځته کړي.
د طب پوهانو، د کرونا واکسین د تقویتي دوز تزریقول پر کرونا ناروغۍ د اخته کېدو په مخنیوي کې اغېزناک بولي او خلک تطبیق ته یې هڅولي دي.
د طب پوهان پر غوره او سالمې تغذیې ټینګار کوي، وایي چې سالم خواړه د کرونا په مخنیوي کې ډېر اهمیت لري؛ ځکه د بدن د معافیت سیسټم د لوړېدو لامل ګرځي.
خلک او د مجازي شبکو ځیني کاروونکي کلوروکین د کرونا ناروغۍ درملنې لپاره ګټور درمل ګڼي؛ خو د طب برخې پوهان وايي چې له دې درملو استفاده نه یوازې د کرونا درملنې ته ګټه نه کوي بلکې زیان هم رسوي.
کابل (پژواک، ۱۷ وری ١٤٠۱): د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې افغانستان کې ۲۵ کسان پر کرونا اخته شوي دي. د
د راپورونو له مخې، په چین کې په یوه ورځ کې ۱۶۴۱۲ کسان پر کرونا اخته شوي چې دا د دې ناروغۍ خپرېدو له پیله راهیسې په چین کې په یوه ورځ کې د کرونا تر ټولو لوړه شمېره چې ثبتېږي.
د عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۴ کسان پر کرونا اخته شوي او یو کس یې له امله مړ شوی دی.
د ټولنیزو شبکو کاروونکو او ځينو داخلي رسنیو راپور ورکړی چې د پاکسلوویډ ګولۍ/ ټابلیټ د کرونا له امله د مړینو په کمېدو کې ۸۹ سلنه ګټه لري؛ دغه راز د طب پوهان هم وايي چې دغه درمل د کرونا ناروغۍ د سختېدو مخه نیسي.
عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې افغانستان کې ۳۹ کسان پر کرونا اخته شوي او دوو کسانو د دې ناروغۍ له امله ساه ورکړې ده.
د عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۲ کسان په کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې په افغانستان کې د کرونا له پېله تراوسه تر ۷۶۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي چې ۹۷ تنه يې روغتیايي کارکوونکي دي؛ خو د عامې روغتیا وزارت وايي چې د مړینې کچه د دغه سازمان تر اعلان شوې شمیرې ډېره ده.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، د فرانسې سرې میاشتې ادارې ژمنه کړې چې په دغه هېواد کې به د کوویډ-۱۹ ناروغانو درملنې روغتونونه بیا پرانیزي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP