ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طب پوهان: کلوروکین د کرونا ناروغۍ درمل نه دي

د طب پوهان: کلوروکین د کرونا ناروغۍ درمل نه دي

author avatar
27 Apr 2022 - 16:04
د طب پوهان: کلوروکین د کرونا ناروغۍ درمل نه دي
author avatar
27 Apr 2022 - 16:04

کابل (پژواک،۷ غویی ۱۴۰۱): خلک او د مجازي شبکو ځیني کاروونکي کلوروکین د کرونا ناروغۍ درملنې لپاره ګټور درمل ګڼي؛ خو د طب برخې پوهان وايي چې له دې درملو استفاده نه یوازې د کرونا درملنې ته ګټه نه کوي بلکې زیان هم رسوي.

کلوروکین د ملاریا درملنې لپاره لومړني درمل دي؛ خو د ملاریا ډولونو ته په پام دا درمل له نورو درملو سره یو ځای کارول کېږي.

ادعا: د کلوروکین درملو کارول د کرونا ناروغۍ درملنه ده.

حکم: د طب پوهان وايي، کلوروکین نه یوازې د کرونا ناروغۍ درمل نه دي، بلکې خوړل یې د کرونا ناروغانو ته زیان هم رسوي.

اوازې

د «انجمن دارو سازان ایران» پر رسمي پاڼه د «وروستیو څېړنو ښودلې چې کلوروکین فسفاټ طیف پر COVID-19)) سربېره پراخه ویروس ضد اغېز لري» تر عنوان لاندې مطلب خپور شوی دی.

د کابل اوسېدونکې مقدسه چې دوه مياشتې مخکې پر کرونا اخته شوې وه، وايي چې د روغتیایي لارښوونو نه مراعاتولو له امله لومړۍ دا او وروسته یې د کورنۍ دوه نور غړي هم پر کرونا اخته شول.

هغې د خپلې ناروغۍ شدت ته په اشارې وویل چې د ژوندي پاتې کېدو تمه یې نه درلوده؛ خو یوې ملګرې یې د کلوروکین درملو کارولو وړاندیز ورته وکړ چې په خوړلو یې په ​​​​یوه اوونۍ کې روغه شوه.

په خيرخانه کې د حسين صديقي درملتون يوه فارمسسټ‎ افضل پژواک ته وويل چې کلوروکين د ملاريا درملنې لپاره دي؛ خو په دې وروستیو کې ځینې خلک د کرونایي ناروغانو درملنې لپاره ترې استفاده کوي.

هغه زياته کړه، خلکو څو ځلې ورته مراجعه کړې او یاد درمل یې ترې غوښتي؛ خو د ډاکټر د نسخې نشتون له امله یې د دغه درملو له پلورلو ډډه کړې ده.

د کابل په تايمني سیمه کې د هاشمي درملتون ډاکټر احمد شعیب پژواک ته وويل چې کلوروکين يا د ملاريا درمل په ګرمو سیمو کې ډېر کارول کېږي او په کابل کې د سړې هوا له امله نه استفاده کېږی.

هغه زياته کړه، ‎مخکې‎ دغه درمل د کرونا ويروس له امله ډېر کارول کېده، ځکه چې د کرونا د معایناتو ډېرې نتیجې مورقه (ملاریا) ثابېتېدې چې د درملنې لپاره یې همدا درمل کارول کېدل او ښه اغېز یې هم کاوه.

دى وايي، اوس مهال د کرونا ناروغي د کمېدو او هوا سړېدو له امله له یادو درملو استفاده د صفر کچې ته راټیټه شوې ده.

سرچينې زیاته کړه، دغه درمل د کرونا ويروس پر مهال ډېر کارول کېدل  او خلکو هم چې د کومو درملو په اړه اورېدل، نو که به یې هغه ناروغي نه لرله هم استفاده به یې ترې کوله.

هغه څرګنده کړه چې د کرونا پر مهال له دې درملو ډېره ګټه اخیستل کېده چې ټول درملتونونه یې له کمښت سره مخ شول او بیه یې هم چې مخکې ۵۰ افغانۍ وه، ان تر ۱۰۰۰ افغانیو رسېدلې وه.

د طب پوهان  

د داخله ناروغیو معالج ډاکټر عبدالباعث احدپور پژواک ته وويل، د کووېډ-۱۹ ناروغۍ په لومړيو ورځو کې د دې ناروغۍ د درملنې لپاره د یادو ‎درملو د اغېز په اړه څېړنې پيل شوې او د سختو شرایطو او دغو درملو د التهاب ضد ځانګړتیاوو له امله ‎ناروغانو ته تجویز شول؛ خو د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) له لوري په دې اړه د کلینیکي څېړنو په پایله کې پر یادو ناروغانو د دې درملو اغېز ثابت نه شو.

هغه وویل چې د روغتیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۰ کال په جون کې د کووېډ-۱۹ ناروغانو په درملنه کې د دې درملو کارول بې اغېزې اعلان کړل او دغه راز د FDA او WHO په وروستۍ اعلامیه کې د کووېډ-۱۹ ناروغانو لپاره د یادو درملو کارولو له امله د سختو جانبي عوارضو لکه د زړه، سږو او پښتورګو ناروغۍ رامنځته کولو خبرداری ورکړل شو.

نوموړی وايي چې اوس مهال د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د درملنې لارې چارې، د یادو درملو د سختو جانبي عوارضو او نه موثریت له امله د کلوروکين د کارولو سپارښتنه نه کوي.

هغه څرګنده کړه: «اوس هم کرونا ويروس د بدلېدو په حال کې دی او په دوامداره توګه د درملنې لارې چارې ننګوي، غوره دا ده چې د ناروغانو درملنه د روغتيا سازمان او د امریکا د خوړو او درملو ادارې د اعلامیو له مخې  وشي.»

د هغه په خبره، د Chloroquine او Remdesivir په څېر ډیری درمل چې په لومړيو کې د کرونا ناروغۍ درملنې او شدت راکمولو لپاره وړاندیز شوي وو؛ خو په وروستیو څېړنو کې بې اغېزې او د شدیدو جانبي عوارضو درلودونکي اعلان شول.

د طب دغه کارکوونکي سپارښتنه وکړه چې لومړی باید پر دې ناروغۍ د اخته کېدو ‎مخنیوي لپاره له وقایوي لارو کار واخیستل شي؛ خو د اخته کېدو په صورت کې باید داسې درمل ونه خوړل شي چې ناروغي نوره هم زیاته کړي.

په ورته مهال په افغان- جاپان روغتون کې د ساري ناروغیو د انتاني پېښو د کنټرول مسوول ډاکټر عبادالله عباد وویل، د کرونا ناروغۍ درملنې لپاره د کلوروکین درملو اغېز تر اوسه نه دی ثابت شوی.‎

هغه زیاته کړه: «له کلوروکین درملو استفاده ډېره خطرناکه او خورا وژونکې ده، موږ یو څو ناروغانو درلودل چې د کلوروکین له کارولو وروسته مړه شوي دي.»

د هغه په ​​وينا، دغه درمل نه يوازې د کرونا ناروغۍ د درملنې لپاره ګټور نه دي، بلکې د کرونایي ناروغانو لپاره ډېر خطرناک هم دي.

د هالنډ په یوه روغتون کې د داخله ناروغیو موظف متخصص ډاکټر اسدالله ژرفبین حبیبي په یوه وېډیو کې ویلي چې په فرانسه کې د کووېډ-۱۹ ناروغانو پر یوې کوچنۍ ډلې یوه څېړنه ترسره شوې، خو دا څېړنه په میتودولوژیک ډول د ساینس پوهانو له لوري له نیوکې سره مخ شوې ده.

هغه زیاته کړه: «اوس هم اوږده لاره په مخ کې لري څو څېړنې ترسره کړي او تر اوسه معلومه نه ده ‎چې کلوروکین د کرونا ویرس لپاره اغېزناک دي؛  په دې اړه هېڅ علمي او کره شواهد نشته څو وښيي کلوروکین د کرونا ویرس پروړاندې اغېزناک دي.»

نوموړي له خلکو وغوښتل چې ياد درمل وقایوي درمل ونه ګڼي او استفاده ترې ونه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت د د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم مخکنۍ ملي ادارې هم خبرداری ورکړی و چې یاد درمل باید د ډاکټر له لارښوونې پرته ونه کارول شي.

په هغه پیغام کې چې یاد وزات د ټولنیزو شبکو له لارې خپور کړی، راغلي: «د کرونا ویرس درملنې لپاره په خپل سر د کلوروکین یا هېډروکسي کلوروکین کارول ښایي خطرناکې پایلې ولري‎، نو په خپل سر د کلوروکین ټابلېټونو له کارولو په کلکه ډډه وکړئ.»

سرچینې لیکلي، له کلوروکین استفاده یوازې د اړتیا په صورت کې او د متخصصینو تر څار لاندې د توجیه وړ ده.‎

دغه راز د عامې روغتیا وزارت مخکنيو مسوولینو‎ ټولو درملتونونو ته لارښوونه کړې وه څو د ډاکټر له نسخې پرته د کلوروکین درملو له پلورلو ډډه وکړي.

Visits: 127

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.