Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د لغمان پوهنې ریاست وایي چې په مرکز مهترلام او ولسوالیو کې يې ښوونځیو ته د زدهکوونکو د تګ په موخه کمپاين پيل کړى دى.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست ویلي، نن يې د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې ۱۰۶ زره څارویو ته د ناروغیو مخنیوي په موخه د واکسین کمپاین پیل کړ.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق وايي، سبا د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین څلور ورځنی کمپاین پیلېږي.
د عامې روغتیا وزارت وایي، په ټول هېواد کې د ګوزڼ (پولیو) ضد واکسین ملي کمپاین پیل شو چې په ترڅ کې به يې څه باندې ۱۱ میلیون ماشومان واکسین شي.
ملګري ملتونه وايي، د ا.ا واکمنۍ له دوکلنې کېدو سره هممهاله یې په افغانستان کې د نجونو زدهکړو لپاره کمپاین پیل کړی دی.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې له لوري د دغه ولایت په ۱۳ ولسوالیو کې ٢٠ زره څارويو ته د طاعون ناروغۍ واکسین د تطبیق لړۍ پیل شوه .
د عامې روغتیا وزارت وایي، د هېواد سوېلي زون پنځو ولایتونو کې ګوزڼ (پوليو) واکسين پيل شو چې په دې دوره کې به څه باندې ۱،۷ میلیونه ماشومان واکسین شي.
اروزګان کې د پولیو واکسین درې ورځنی کمپاین په داسې حال کې پیل شو چې د واکسین برخې مسوولین وايي، په دغه ولایت کې له هر کمپاینه څه باندې ۳۵ زره ماشومان له واکسینه پاتې کېږي.
نن د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیلېږي او په ترڅ کې به یې ۶.۴ میلیون ماشومانو ته واکسین ورکړل شي.
د بدخشان د کرنې او مالدارۍ ریاست له ناروې کمېټې او د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان (FAO) سره په همکارۍ، په دغه ولایت کې د ملخانو افت پر وړاندې د مجادلې کمپاین پیل کړ.
ډېرو افغانانو پر خواله رسنیو په افغانستان کې د «سرطان مجهز روغتون» جوړولو کمپاین پیل کړی دی؛ د سوداګرۍ خونه يې هم ملاتړ کوي او د لوګر ټرانسپورټي شرکت د دغه روغتون جوړولو لپاره سل زره ډالر مرسته اعلان کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP