درېیو ولایتونو کې له څه باندې ۲۱۰۰ کورنیو سره مرستې شوې
سیمهییز مسوولین وایي، په ننګرهار ولایت کې له ۷۰۰ کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو او دغه راز په اروزګان او فراه ولایتونو کې له څه باندې ۱۴۰۰ کورنیو سره نغدې مرستې وشوې.
سیمهییز مسوولین وایي، په ننګرهار ولایت کې له ۷۰۰ کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو او دغه راز په اروزګان او فراه ولایتونو کې له څه باندې ۱۴۰۰ کورنیو سره نغدې مرستې وشوې.
د کونړ ولایت چپې درې ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۴۰ کلنه دښمني چې څلورو کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو، د سیمهییزو مسوولینو په ګډون د یوې قومي جرګې له لارې په دوستي بدله شوه.
د فراه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وایي، د دغه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې د خوړو نړۍوالو پروګرام له لورې له څه باندې ۲۷۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.
د خوست په عليشېرو تريزيو ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ ۲۶ کلنه شخړه او دښمني په دوستۍ بدله شوه.
سیمهییز مسوولین وایي، په لغمان ولایت کې د ملګرو ملتونو د خوړلو نړۍوال پروګرام له لوري له څه باندې زرو اړمنو کورنیو سره د خوارکي توکو مرسته وشوه.
د کندوز په خاناباد ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۴۰ کلنه دښمني چې د درېیو کسانو د وژل کېدو لامل شوې وه، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د شخړو هواري کمېسیون، علماوو او مخورو په هلو ځلو پای ته ورسېده.
سېمهییز مسوولین وایي، په ننګرهار او دایکندي ولایتونو کې د خوړولو نړیوال پروګرام له لورې له څه باندې ۲۲۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکیو مرسته وشوه. د ننګرهار ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا…
اروزګان کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې پرون د ديني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ ۱۰ کلنه دښمني پای ته ورسېده.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د دوو دښمنو کورنیو ترمنځ د چارواکو، علماوو او قومي مخورو په منځګړتوب سوله وشوه.
افغاني سره میاشتې ټولنې نن په کابل ښار کې له ۳۴۳ سوالګرو کورنیو سره نغدي مرسته وکړه او هرې کورنۍ ته یې پنځه زره افغانۍ ورکړې.
اروزګان کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت د چارچینو ولسوالۍ په ساخر، کسته دوان او غوچک سیمو کې د ځايي مسوولینو، دیني عالمانو او مخورو په منځګړتوب د شپږو دښمنو کورنیو ترمنځ روغه جوړه وشوه.
جوزجان کې د دوو کورنیو ترمنځ پنځه کلنه دښمني د قومي مشرانو او دیني علماوو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
جرګه هغه ټولنیز جوړښت دی چې له لارې یې له پخوا راهیسې په ټولنه او کورنيو اختلافات حل کېږي؛ په دې وروستيو کې په نيمروز کې د جرګې له لارې د دوو وروڼو ترمنځ هغه دښمني چې تر شا یې د څلورو کسانو د قتل موضوع پرته وه، پای ته ورسېده.
جلالاباد ( پژواک، ۳ وږی ۱۵۰۲): د ننګرهار کې امنیتی مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ خپلمنځي شخړه کې ۱۴ کسان ټپيان شوي دي. مسوولين وايي، دغو کورنيو د ولسي تړون د…
خوست کې د دوو کورنيو ترمنځ شل کلنه دښمني پای ته ورسېده او دواړو لورو يو بل ته د دوستۍ غېږې ورکړې.
د هلمند امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مارجې کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې یو کس وژل شوی او درې نور ټپيان شوي دي.
زابل په مرکز کې نن له ۱۷۶۵ او پکتیا په لجه منګل ولسوالۍ کې له ۲۳۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
ننګرهار کې مسوولین وايي، د دغه ولایت خوږياڼو ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ خپلمنځي شخړه شوې چې په پایله کې یې یو کس وژل شوی او بل ټپي دی.
د اروزګان امنیه قوماندان وايي، تېره شپه د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه شوې چې له امله یې یو کس وژل شوی دی.
د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ وسلهواله شخړه کې اووه کسان ټپيان شوي دي.
د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د قومي مشرانو او ځايي مسوولينو په منځګړیتوب د ۳۸ کلونو يوه دښمني پر دوستي بدله شوه.
د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۳۵ کلنه دښمني چې دواړو خواوو ته د شپږو کسانو وژل کېدو لامل شوې وه، پای ته ورسېده او روغه یې وکړه.
جوزجان ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ دېرش کلنه دښمني چې په ترڅ کې یې د دواړو لورو ۵۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه، د قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
د ننګرهار ولايت په حصارک ولسوالۍ کې د قومي منځګړیتوب له لارې د دوو کورنیو ترمنځ له ۶۰ کلنې دښمنۍ وروسته روغه جوړه وشوه.