د کونړ په مرکز او ولسوالیو کې خلک اوس د ودونو او خوښیو په مراسمو کې د موسیقۍ پر ځای مشاعرې او ادبي ناستې ترسره کوي.
کونړ کې د کرکټ یو شمېر لوبغاړي او مینهوال وايي چې په دغه ولایت کې د کرکټ ودې او پرمختګ لپاره د پام وړ کار نه دی شوی او د کرکټ لوبې لا هم په غیرمعیاري لوبغالو کې ترسره کېږي.
د کونړ چپېدرې ولسوالۍ کې د ګربز او ودیر قومونو ترمنځ سل کلنه دښمني چې دوه کسان هم په کې وژل شوي وو، د ځايي چارواکو او قومي مشرانو په منځګړیتوب پر دوستۍ بدله شوه.
د کونړ د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولین وایي، د یو شمېر مووسسو په همکارۍ یې ۲۵۰۰ کسانو ته بېلابېلو حرفوي برخو کې د لنډمهاله زدهکړو زمینه برابره کړې ده.
د کونړ د غازياباد ولسوالۍ د هیلګل درې یو شمېر اوسېدونکي وایي، د سیمې په روغتیایي مرکز کې یې هیڅ ښځینه ډاکټره نشته چې له امله يې ځینې میرمنې د زیږون پرمهال ژوند له لاسه ورکوي.
د کونړ ځیني اوسېدونکي له حکومته غواړي چې په دغه ولایت کې د یو شمېر تاریخي ابدو د بیارغونې پروژې چې د تېر حکومت پر مهال پیل شوې وې، بشپړې کړي.
د کونړ ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې د نفرایټ ډبرو پنځو کانونو تړونونه له پنځو شرکتونو سره لاسلیک شول چې له مخې به یې دغه شرکتونه یو میلیارد افغانۍ پانګونه وکړي.
له پاکستانه کونړ ته راستنې شوې یو شمېر افغان مېرمنې وایي، حکومت دې ورته د حرفوي زدهکړو زمینه برابره کړي څو له دې لارې وکولای شي خپلې اقتصادي ستونزې حل کړي.
کونړ کې سیمهییزمسوولین وایي چې د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې زرو کسانو ته د پیسو په بدل کې د کار زمینه برابره شوه او له سلګونه راستنو شوو، بېوزلو او د طبیعي پېښو له امله زيانمنو شوو کورنیو سره مرسته وشوه.
د کونړ پوهنتون کې د ۲۷ میلیون افغانيو په لګښت د بیارغونې یو شمېر پروژې پيل او بشپړې شوې.
د کونړ د مرکز اسعداباد ښار درېیو ناحیو کې د ښاروالۍ له لوري د ۱۴،۴ میلیون افغانیو په لګښت د ځینو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې.
د کونړ ولایت چپې درې ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۴۰ کلنه دښمني چې څلورو کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو، د سیمهییزو مسوولینو په ګډون د یوې قومي جرګې له لارې په دوستي بدله شوه.