کونړ کې سیمهییزمسوولین وایي چې د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې زرو کسانو ته د پیسو په بدل کې د کار زمینه برابره شوه او له سلګونه راستنو شوو، بېوزلو او د طبیعي پېښو له امله زيانمنو شوو کورنیو سره مرسته وشوه.
د کونړ پوهنتون کې د ۲۷ میلیون افغانيو په لګښت د بیارغونې یو شمېر پروژې پيل او بشپړې شوې.
د کونړ د مرکز اسعداباد ښار درېیو ناحیو کې د ښاروالۍ له لوري د ۱۴،۴ میلیون افغانیو په لګښت د ځینو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې.
د کونړ ولایت چپې درې ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۴۰ کلنه دښمني چې څلورو کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو، د سیمهییزو مسوولینو په ګډون د یوې قومي جرګې له لارې په دوستي بدله شوه.
د کونړ د عامې روغتيا رياست وايي چې نن يې په دغه ولایت کې نهه ټنه راټول شوي تاریخ تېر درمل او خوراکي توکي سوځولي دي.
د کونړ غازياباد ولسوالۍ اړوند د څلورو لرو پرتو سیمو اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت د ۲۰۰ کیلومتره سړک جوړولو چارې پیل کړې دي.
د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې د غځېدلي سیند دواړو خواوو ته پراته یو شمېر خلک وايي چې پر سیند د پلونو نشتوالي له امله په تګ راتګ کې له ستونزو سره مخ وي او له حکومته غوښتنه کوي چې دې ستونزې ته یې رسېدنه وکړي.
د کونړ یو شمېر خلک وايي، سره له دې چې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی خو بیا هم په بازار کې د توکو بیې د پخوا په څېر لوړې دي چې دوی یې د پېرلو توان نه لري.
کونړ کې له پاکستانه تازه راستنې شوې کورنۍ وایي که څه هم د دغه ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې ورته لنډمهاله کمپ جوړ شوی، خو په وینا يې د لومړنیو توکو له کمښت سره مخ دي.
کونړ او فراه کې مسوولین وايي، په دغو ولایتونو کې له پاکستانه تازه راستنو شوو افغان کډوالو لپاره کمپونه جوړ شوي دي.
کونړ کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت غازياباد ولسوالۍ د چهارتراش لرګیو یوه سرای کې اورلګېدنې خلکو ته شاوخوا ۱۰۰ میلیونه افغانۍ زیان اړولی دی.
د کونړ غازياباد ولسوالۍ د دارین سیمې خلکو په خپل شخصي لګښت د ۱۰۵ کیلومتره سړک جوړولو چارې پيل کړې.