Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د پکتيا ګمرک مسوولین وايي، نن سهار يې ۴۰۰ پاکټه پټاکۍ چې له پاکستانه په یوه پیکاپ موټر کې راوړل کېدې، کشف او ترلاسه کړې دي.
د مالیې وزارت وایي، د پکتیا ګمرک یې له مرکز ګردېز څخه د دغه ولایت ډنډپټان ولسوالۍ ګمرک ته لېږدولی دی.
د مالیې وزارت وایي، د کندهار د سپین بولدک په سرحدي ګمرک کې یې پاکستان ته د ۶۵ المونیمي خښتو د قاچاق مخه نيولې ده.
د کندهار ګمرک مسوولین وایي، د دغه ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ په ګمرک کې نن د ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو.
د کندهار ګمرک مسوولین وایي، په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې د وړم کال په پرتله د دغه ولایت د ګمرک عواید ۶۵ سلنه ډېر شوي دي.
د پکتيا ګمرک رياست مسوولين وايي، د تېر کال پرتله يې عوايد ډېر شوي او د روان کال له پیله تر اوسه یې شاوخوا پنځه میلیارد افغانۍ عواید ټول کړي دي.
د کندهار ګمرک مسوولین د سوداګرو هغه ادعاوې ردوي چې ګواکې د درملو ګمرکي مراحل ژر نه ترسره کېږي او د ډېرې مودې لپاره په ګمرک کې بند پاتې وي.
د مالیې وزارت وایي، د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې د هرات ګمرک عواید ۱۹.۷ میلیارد افغانیو ته رسېدلي او دا کچه د تېر کال په پرتله ۶۸ سلنه ډېروالی ښيي.
د کندوز د شېرخان بندر ګمرک ریاست مسوولین د دغې ادارې د کمساري عوایدو خبر ورکوي او وایي، په تېرو ۱۶ میاشتو کې یې نږدې دوه میلیارد افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د خوست د ګمرک رييس وايي چې په تېرو لسنيمو مياشتو کې يې ۹ ميليارد افغانۍ عوايد راټول کړي چې د تېرو کلونو په پرتله ډېروالی ښيي.
د ننګرهار ګمرک رييس وايي، د ګمرک اوسنۍ ودانۍ پر ١٠٠ جريب ځمکه کې ده چې د چارو پر مخ بیولو لپاره یې بسنه نه کوي، نو د نوې ودانۍ چارې يې پر ١٥٠٠ جريب ځمکه کې پيل کړې دي.
د بلخ ولایت حیرتان ګمرک عواید سږ کال نږدې ٨ مليارد افغانيو ته لوړ شوي چې د تېر کال په پرتله دوه برابره ډېروالى ښيي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP