اروزګان کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او څلور نور ټپیان شوي
د اروزګان مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالۍ پر لاره د ترافیکي پېښې له امله یوه ښځه مړه شوې او څلور کسان ټپیان دي. د اروزګان ولایت ویاند احسانالله حماس پژواک خبري اژانس ته وویل، پېښه…
د اروزګان مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالۍ پر لاره د ترافیکي پېښې له امله یوه ښځه مړه شوې او څلور کسان ټپیان دي. د اروزګان ولایت ویاند احسانالله حماس پژواک خبري اژانس ته وویل، پېښه…
د اروزګان په چنارتو ولسوالۍ کې خلکو په خپل لګښت د ترینکوټ پر سیند د ۲۳ متره په اوږدوالي د پله جوړولو چارې پيل کړې دي.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې ۸۰۰ کسان د غنمو په بدل کې پر کار وګومارل شول.
د اروزګان امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په چارچینو ولسوالۍ کې یې د نشهيي توکو د پروسس یوه کارخونه کشف کړې، ۳۳۰ کیلوګرامه ومان یې ترلاسه کړي او په تړاو یې دوه کسان نیول شوي دي.
په اروزګان کې له ۲ زره او ۱۰۰ اړو کورنیو سره او په بامیان کې له ۵ زره او ۴۰۰ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه؛ دغهراز په فراه کې بیا له ۶۹۴ اړو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه.
د اروزګان یو شمېر اوسېدونکي وايي، د مرکز ترینکوټ اړوند په عمري ښارګوټي کې له سل زره ډېر کسان ژوند کوي او د یوې ولسوالۍ لپاره یې د نفوسو شمېره پوره کړې چې باید رسمي ولسوالي شي.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د لسګونو مدرسو سلګونو طالبانو ته د تعلیمي او تحصیلي رسمي سندونو ورکولو په موخه د ازموینې اخیستو لړۍ پیل شوه.
اروزګان کې د افغانیو ترویج کمېټې د یوې ناستې پر مهال پر بهرنیو اسعارو، په ځانګړې توګه پر کلدارو د راکړې ورکړې مخنیوي لپاره یوه میاشت وخت ورکړی دی.
د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې یوه ځوان په ټوپک ځان ویشتلی او وژلی دی.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې له تېرو جګړو د هاوان یوې پاتې مرمۍ چاودنې له امله یو کس وژل شوی دی.
په اروزګان کې له زرو کورنيو سره د خوراکي توکو او غور کې له سلو کورنيو سره د سون توکو او جامو مرسته وشوه.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق/ UNICEF له لوري د اروزګان مرکز ترینکوټ په دوو ښوونځیو او یوه روغتیايي مرکز کې د ۱۰ میلیون افغانیو په لګښت د برېښنا، څښاک پاکو اوبو رسولو او تشنابونو جوړولو درې پروژې بشپړې شوې.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې یوه کورنۍ- چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې یې دوه ماشومان تښتول شوي او سرونه ترې پرې شوي- له چارواکو د عدالت غوښتنه کوی.
د اروزګان ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې نن مازیګر څلور بجې د مخکيني حکومت یو نظامي د وسلهوالو له خوا وژل شوی دی.
د اروزګان په ولایتي روغتون کې نوو زېږېدلو ماشومانو ته د ځانګړې پاملرنې څانګې جوړولو ترڅنګ د اوبو، برېښنا او ناپاکو اوبو ایستلو سیسټم فعالولو څلور پروژې بشپړې شوې.
د ارزوګان امنيتي مسوولین وايي چې په خاص اروزګان کې ولسوالۍ کې يوه پلار خپل شپږ کلن زوی وژلی دی.
د اروزګان په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د ځای نشتوالي له امله د څو دولتي ادارو کارکوونکي په کرايي دوکانونو او یوه خونه کې کار کوي.
په اروزګان کې د علماوو شلکسیزه شورا جوړه شوه چې د چارواکو په وینا، د محول شوو موضوعاتو په اړه به د دغه ولایت مسوولینو ته د شریعت په رڼا کې مشورې ورکوي.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې/ UN- FAO له لوري د یوه سربند او استنادي دېوال جوړولو چارې پيل شوې.
د اروزګان په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د ماشومانو د زدهکړې یو شمېر سیمهییز ټولګي د نامعلومو کسانو له خوا سوځول شوي دي.
ناپېژاندو وسلهوالو د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې یو روغتیاپال په ډزو وژلی دی.
د اروزګان په ګیزاب ولسوالۍ کې له ۲ زره ۶۵۰ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ او چورې ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق/ UNICEF له لوري د ۱۱،۶ میلیون افغانیو په لګښت څلور پروژې بشپړې شوې.
د اروزګان مرکز ترینکوټ په یوه ورزشي لوبغالي کې د ۲۳ کسانو له ډلې، ۲۰ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور په درو ووهل شول او د بند سزا ورکړل شوه.