ازبک پلاوي د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر ته د تاشکند د سفر بلنه ورکړه
له ازبکستانه راغلي پلاوي د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست ته بلنه ورکړې چې د سرخان - پلخمري برېښنا پروژې او د امو سیند پر سر د ۲۲۰ کیلوولټ مزي پر ترمیم د خبرو لپاره دغه هېواد ته سفر وکړي.


