Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د راپورونو له مخې، غزه کې د اسرائیلو د تېرې ورځې بریدونو کې لږ تر لږه ۶۷ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، په غزه کې د اسرائیل هوایي بریدونو کې ۲۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی
د راپورونو له مخې، ایران او اسرائیلو تېره شپه یو ځل بیا پر یوه او بل بریدونه کړي، قطر او برېتانیا د تاوتریخوالي کمېدو پر اړتیا ټينګار کړی او د جګړې یو شمېر مخالفو فعالانو د امریکا د سپینې ماڼۍ مخې ته او لاسانجلس ښار کې احتجاجونه کړي دي.
د ایران او اسرائیلو جګړه دوام لري؛ ټرمپ ویلي، د ایران د مشر په نښه کول اسانه دي، خو د اوس لپاره دا کار نه کوي، خو د یوه امریکایي سناتور په وینا، په دې جګړه کې د امریکا د ښکېلتیا «ناوریني تېروتنه» به په منځني ختیځ کې پر امریکايي اډو د پراخو بریدونو لامل شي.
د راپورونو له مخې، ایران د امنیت شورا غونډه کې امریکا د اسرائیل په بریدونو کې شریکه بللې، ایران هم پر اسرائیل بریدونه کړي او د روسیې ولسمشر د اسرائیل بریدونه غندلي او د دواړو خواوو ترمنځ یې منځګړیتوب ته چمتووالی ښودلی دی.
د راپورونو له مخې، اسرائیلو د غزې تړانګې اړوند خانیونس سیمه کې پر ملکي وګړو هوايي بریدونه کړي او له امله یې په یو ساعت کې لږ تر لږه ۳۰ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د راپورونو له مخې، اسرائیلو د غزې شمال کې پر یوه ښوونځي هوايي برید کړی چې په له امله د ماشومانو په ګډون ۲۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق وایي، په تېرو دوو اونیو کې پر غزه د اسرائیلو د بریدونو له امله لږ تر لږه ۳۲۲ ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او ۶۰۹ نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، اسرائیلو تېره ورځ په غزه کې پر یوه روغتون هوايي برید کړی چې په پایله کې د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر د یوه غړي په ګډون پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی.
راپورونه وایي چې پر غزه د اسرائیلو تازه بریدونو کې له ۴۰۰ ډېر فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۶۶۰ نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اسرائیلو له لوري د غزې پر تړانګه د بریدونو بیا پیل غندلي او وایي چې اغېزناک هېوادونه دې د فلسطین له مظلوم ولس څخه خپل کلک ملاتړ څرګند کړي.
د راپورونو له مخې، اسرائیلو یو ځل بیا پرون او نن پر غزې هوایي بریدونه کړي چې په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۲۷۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP