Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پر غزه د اسرائیلو تازه بریدونو کې څه باندې ۴۰۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی
ارشیف

کابل (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۳): راپورونه وایي چې پر غزه د اسرائیلو تازه بریدونو کې له ۴۰۰ ډېر فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۶۶۰ نور ټپیان شوي دي.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت یوه چارواکي ویلي چې د اسرائیلو د تېرې ورځې بریدونو کې له ۴۰۰ ډېرو کسانو ژوند له لاسه ورکړی.

حماس جنبش وایي، اسرائیلو په غزه کې بې‌ګناه ملکي وګړي په نښه کړي او امريکا په غزه کې د مرګ‌ژوبلې مسووله ده.

د حماس د روغتیا وزارت مشر منیر البرش وايي، په برید کې تر ۶۶۰ ډېر ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

دی وايي، ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي.

د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د اکتوبر په اوومه په غزه کې د حماس او اسرائیلي ځواکونو ترمنځ جګړه پیل شوه.

د راپورونو له مخې، په څه باندې یوه کال کې په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې ۴۶۷۰۷ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۱۱۰ زره نور ټپيان شوي دي.

د روان کال د مرغومي په وروستیو ورځو کې د امریکا، مصر او قطر په منځګړیتوب اسرائیل او حماس په غزه کې د اوربند او بندیانو د تبادلې هوکړه وکړه، خو حماس وایي چې اسرائیلو اوربند او هوکړه مات کړي دي.

د یادونې ده، له دوو ورځو را په دېخوا اسرائیلو یو ځل بیا پرغزه هوایي بریدونه پیل کړي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.