Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې ۳۰ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی

کابل (پژواک، ۲۹ غويی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، اسرائیلو د غزې تړانګې اړوند خان‌یونس سیمه کې پر ملکي وګړو هوايي بریدونه کړي او له امله یې په یو ساعت کې لږ تر لږه ۳۰ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د الجزیرې د راپور له مخې، اسرائیلو دغه بریدونه نن سهار کړی او په یاده سیمه کې د «ناصر» روغتون هم تر برید لاندې راغلی دی.

سرچینه لیکي چې اسرائیلو د غزې سوېل کې خپلو ځمکنیو عملیاتو ته هم زور ورکړی دی.

د راپورونو له مخې، د اسرائیلو د بریدونو له پیل راهیسې په غزه کې ۵۳ زره او ۳۳۹ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۱۲۱ زره نور ټپیان شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.