Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اسرائیلو او ایران د بریدونو وروستی حال

کابل (پژواک، ۲۴ غبرګولي ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، ایران د امنیت شورا غونډه کې امریکا د اسرائیل په بریدونو کې شریکه بللې، ایران هم پر اسرائیل بریدونه کړي او د روسیې ولسمشر د اسرائیل بریدونه غندلي او د دواړو خواوو ترمنځ یې منځګړیتوب ته چمتووالی ښودلی دی.

اسرائیل تېره ورځ سهار د ایران پر ځینو اټومي تاسیساتو او نورو ځایونو بریدونه وکړل. د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې د سپاه پاسداران عمومي قوماندان حسین سلامي د خاتم الانبیاء (ص) د مرکزي قرارګاه قوماندان سرلښکر جنرال غلام‌علي رشید، اټوم پوه او د ازاد اسلامي پوهنتون رییس ډاکټر محمدمهدي تهرانچي او د پارلمان غړی او اټوم پوه فریدون عباسي … او یو شمېر نورو نظامي قوماندانانو، پوهانو او ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

پر ایران د اسرائیل له برید وروسته په نیویارک کې د ایران په غوښتنه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بېړنۍ ناسته جوړه شوه؛ د ایران استازي امیر سعید ایرواني په دې ناسته کې ویلي، پر ایران د اسرائیل برید کې ۷۸ کسان وژل شوي او ۳۲۰ نور ټپیان دي چې ډېری یې ملکي وګړي دي.

هغه ویلي چې ‎په بریدونو کې د ایران اټومي تاسیسات، ملکي بنسټونه او استوګن‌ځایونه په نښه شوي دي.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، ایرواني ویلي چې امریکا په دغو بریدونو کې «شریکه» ده؛ ځکه «مرسته او ملاتړ» یې کړي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایرانه غوښتي چې د خپل اټومي پروګرام پر سر یوې هوکړې ته ورسېږي.

ټرمپ پر ایران د اسرائیل بریدونو ته په لومړي غبرګون کې ویلي وو، د اسرائیل له پلانه خبر و خو په دغو عملیاتو کې یې امریکا هیڅ ونډه نه درلوده.

ټرمپ پر خپله خواله رسنۍ «ټروت سوشل» لیکلي: « لویه ویجاړي او مړینه وشوه، خو د دې لویو وژنو پای ته رسولو لپاره اوس هم وخت شته.» د هغه په وینا، ایران دې مخکې له دې چې هیڅ پاتې نه شي، یوې هوکړې ته ورسېږي.

تمه وه د یکشنبې په ورځ به د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو شپږم پړاو په مسقط کې د عمان په کوربه‌توب پیل شي؛ عمان تېره ورځ د دغو خبرو د کوربه‌توب ځای او نېټه په ډاګه کړي دي.

پر اسرائیل د ایران برید

راپورونه ښیي چې ایران هم نن سهار وختي پر اسرائیل توغندیز بریدونه کړي، یو توغندی په تل‌ابیب کې لګېدلی او پر دغه ښار سربېره په بیت‌المقدس ښار کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د اسرائیل حکومتي سرچینو ویلي چې د ایران په توغندیزو بریدونو کې ۴۰ کسان ټپیان شوي دي.

د پزشکیان او پوتین ټیلېفوني خبرې

د راپورونو له مخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره ټيلېفوني خبرې کړې، پوتین پر ایران د اسرائیل بریدونه غندلي او دا یې له نړۍوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده.

پوتین د اسرائیل برید غندلی، ویلي یې دي، هېواد یې چمتو دی چې د دواړو خواو ترمنځ منځګړیتوب وکړي.

د ایران ولسمشر هم پر خپل هېواد د اسرائیل بریدونه له نړۍوالو اصولو ښکاره سرغړونه بللې او خبرداری یې ورکړی چې دغه تېري ته به مناسب ځواب ورکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.