متقي: اسلامي هېوادونه باید د اسرائیلو پر وړاندې متحد، جدي او معنالرونکی دریځ خپل کړي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د قطر په بهرنیو چارو وزارت کې د دولت له وزیر سره په ټیلېفوني خبرو کې پر دغه هېواد د اسرائیلو برید غندلی او ویلي یې دي چې افغان…
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د قطر په بهرنیو چارو وزارت کې د دولت له وزیر سره په ټیلېفوني خبرو کې پر دغه هېواد د اسرائیلو برید غندلی او ویلي یې دي چې افغان…
د اقتصاد وزیر د خوړو نړۍوال پروګرام له مرستیالې سره په لیدنه کې د یادې ادارې د بشري مرستو له امله مننه کړې او له اقلیمي بدلونونو او طبیعي پېښو اغېزمنو خلکو ته د کاري…
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) وایي چې ملګرو ملتونو د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د زلزلهځپلو د بېړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره له نړۍوالې ټولنې د نږدې ۱۴۰ میلیون ډالرو غوښتنه کړې ده.
د افغانستان فوټبال فدراسیون اعلان کړی چې د دغه هېواد له ۲۳ کلنو کمعمره فوټبال ملي لوبډله د اسیا جام مقدماتي سیالیو په لړ کې نن د میانمار پر وړاندې لوبه ترسره کوي.
د افغانستان د ټولګټو وزارت وايي چې په تېره اونۍ کې د هېواد د رېلپټلیو له لارې نږدې ۱۰۰ زره مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د افغانستان، پاکستان او سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د روان کال په نومبر میاشت کې نړۍواله شلاوریزه لوبلړۍ ترسره کېږي. د افغانستان کرکټ بورډ نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغان کرکټ…
د افغانستان لپاره د اوزبېکستان د ولسمشر ځانګړي استازي د اروپا د امنیت او همکاریو سازمان د دفتر د رییس له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې په سیمهییزو بازارونو کې د افغانستان د ادغام په اړه خبرې کړې دي.
د متحده عربي اماراتو په کوربهتوب د کرکټ د درې اړخیزو سیالیو پایلوبه نن د افغانستان او پاکستان لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي. کرکټ بورډ ویلي چې د متحده عربي اماراتو په کوربهتوب د روانې درې…
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال له نړۍوالې ټولنې او نړۍوالو مالي بنسټونو غوښتي چې نور دې پر افغانستان لګول شوي مالي او بانکي محدودیتونه پای ته ورسوي؛ ځکه دغو محدودیتونو په هېواد کې د بهرنۍ پانګونې پر بهیر ناوړه اغېز کړی دی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند اسټيفان دوجاریک وایي چې د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) د افغانستان په ختیځ کې د زلزلهځپلو لپاره لس میلیون ډالر ځانګړي کړي دي.
د افغانستان له ۲۳ کلنو کمعمره فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال د اسیا جام مقدماتي سیالیو په لړ کې نن خپله دویمه لوبه د کویټ پر وړاندې ترسره کوي.
پاکستان د افغانستان په ختیځ کې له زلزلهځپلو سره ۱۰۵ ټنه بشري مرسته وکړه او ترکمنستان وایي ډېر ژر به خپلې بشري مرستې افغانستان ته راولېږي.
د ملګرو ملتونو ویاند وايي، د دې ادارې د ماینونو ضد د اقدام سرویس همکارانو خبرداری ورکړی چې د افغانستان ختیځ کې د زلزلېځپلې سیمې ۲۵ کیلومتره مربع ځمکه پر چاودېدونکو توکو ککړه ده.
د راپورونو له مخې، د اسټرالیا او ایرلنډ حکومتونو اعلان کړی چې د افغانستان په ختیځ کې له زلزلهځپلو سره څه باندې ۱.۵ میلیون ډالر مرسته کوي.
د المپیک، بدني روزنې او ورزش ملي کمېټې رییس په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورزشي همکاریو پر پیاوړتیا د ټینګار ترڅنګ غوښتنه کړې چې په ګډو سیالیو کې دې افغان او ترکمن لوبغاړو ته د ګډون زمینه برابر شي.
د افغانستان لپاره د جاپان سفیر د اقتصاد له وزیر سره په لیدنه کې د افغانستان له خلکو سره په بشري او پراختیايي برخو کې د خپل هېواد د همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال د مرکزي اسیا اتلولۍ سیالیو (کافا) په لړ کې نن خپله درېیمه لوبه د هند له لوبډلې سره ترسره کوي.
د افغانستان له ۲۳ کلونو کمعمره فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ اسیا جام غوراوي سیالیو په لړ کې نن له جاپان سره خپله لومړی لوبه ترسره کوي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په متحده عربي اماراتو کې د درې اړخیزې لوبلړۍ خپله درېیمه لوبه نن د پاکستان له لوبډلې سره ترسره کوي.
د برېتانیا بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنو ته د رسېدنې لپاره د یو میلیون پونډو بېړنۍ مرستې له ځانګړې کولو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دغه اندازه پیسې به د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق او سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لوري زلزلهځپلو ته ووېشل شي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر له خپل افغان سیال سره په ټیلېفوني اړیکه کې د تېرې شپې زلزلې له امله غمشریکي کړې او ویلي یې دي چې اسلامي امارت ته یې زر خېمې او…
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال د مرکزي اسیا اتلولۍ سیالیو (کافا) په لړ کې نن خپله دویمه لوبه د تاجکستان له لوبډلې سره ترسره کوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، له دې وروسته د تېلو، ګاز او نورو نفتي توکو واردات يوازې د نافذه نورمونو او سټنډرډونو پر بنسټ جواز لري او هغه سوداګر چې سرغړونه کوي، له جدي قانوني چلند سره به مخ شي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت د افغانستان له خلکو، په ځانګړې توګه د دغه هېواد په ختیځ کې د زورورې زلزلې له امله د مړه شوو کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او له ټپیانو سره د مرستې او ژغورنې برخه کې یې د هر ډول مرستې لپاره چمتووالی ښودلی دی.