منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۴۲ غ.و
۶°نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

افغانستان

۳،۰۰۸ راپورونه

راپورونه

د تېرې شپې زلزلې له قربانیانو سره خواخوږي او بېړنۍ مرستې

ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې د افغانستان په ختیځ کې د تېرې شپې زلزلې له امله پر اوښتې مرګ‌ژوبلې خواشیني څرګنده کړې او اعلان یې کړی چې ټیمونه یې د بېړنیو مرستو رسولو لپاره سیمې ته استول شوي دي. جاپان او ترکیې هم د دې مرګونې پېښې له قربانیانو سره خپله غمرازي ښودلې ده.

کورنیو چارو وزارت: د افغانستان خلاف لاس موټرو باندې ښایي نور قیودات هم وضع شي

کورنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان خلاف لاس ثبت شوو موټرو مالکان دې موقت جوازسیرونه او نمبرپلېټونه ترلاسه کړي، خو هغه چې ثبت نه دي، له کابله دې ووځي او په ولایتونو کې دې خپلو وسایطو ته سټېکر واخلي، څو یوازې په هماغه ولایت کې د ګرځېدو اجازه ترلاسه کړي.

اروپايي ټولنه: افغانستان، په ځانګړي ډول کابل کې د اوبو کمښت یوه اساسي اندېښنه ده

افغانستان کې د اروپایي ټولنې دفتر په افغانستان، په ځانګړې توګه کابل کې د اوبو د سرچینو کمېدو په اړه اندېښنه څرګندوي او وایي، دغه ستونزه د ژوند پر ټولو برخو اغېز کوي او دغه ټولنه له خپلو افغان شریکانو سره د دې ستونزې هواري برخه کې مرسته کوي.

افغانستان کې د بېکارۍ لوړه کچه؛ خلک د کاري فرصتونو غوښتنه کوي

د نړۍوال بانک د معلوماتو له مخې، افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې د بېکارۍ د لوړې کچې درلودونکو هېوادونو منځ کې یوویشتم ځای کې دی. ښاریان د کاري فرصتونو غوښتنه کوي، کارپوهان وايي، د بېکارۍ د ستونزې هواري لپاره باید بنسټیز اقدامات وشي او د کار او ټولنیزو چارو وزارت په دې برخه کې د خپلو هڅو په اړه خبر ورکوي.

د افغان کرکټ ملي لوبډلې لپاره د ډګر ساتنې نوی روزونکی او ډاکتر وټاکل شول

د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د ایرلېنډ د ملي لوبډلې مخکنی الرونډر جان‌موني د افغان کرکټ ملي لوبډلې د ډګرساتنې د نوي روزونکي او استرالیایی نیرملان تنابالازینګم د نوي ډاکتر (فیزیوتراپېسټ) په توګه ټاکل شوي دي.

د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس ملي لوبغاړي سمیر احسان په اسیایي سیالیو کې د برونزو مډال واخیست

د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون وايي، ملي لوبغاړي سمیر احسان د ټایلنډ په کوربه‌توب د بدن ښکلا او فټنس اووه‌پنځوسم پړاو اسیایي سیالیو کې د برونزو مډال ترلاسه کړ او دا د برونزو څلورم مډال دی چې افغان لوبغاړي یې په دې سیالیو کې ګټي.

متقي: پاکستان دې د افغان کډوالو د حقونو ضایع کېدو مخنیوی وکړي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل پاکستاني سیال سره په لیدنه کې له دغه هېواد سره د سوداګرۍ، ترانزیټ او ګډو پروژو د پراختیا په اړه خبرې کړې او ترې غوښتي یې دي چې په دې برخو د ستونزو هواري لپاره عملي ګامونه واخلي.

د ا.ا چارواکي: هېڅ ګاونډي هېواد ته بده اراده نه لرو، له ټولو سره ښې اړیکې غواړو

د اسلامي امارت لوړپوړو چارواکو د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د ۱۰۶مې کالیزې په نمانځغونډه کې وویل، ا.ا هېڅ ګاونډي او د سیمې هېواد ته بده اراده نه لري، بلکې له ټولو سره د ښو سوداګریزو، سیاسي او ډیپلوماتیکو اړیکو غوښتونکی دی.

کرزی: د هېواد ازادي او خپلواکي په ملي ځواک کې ده

د هېواد پخواني ولسمشر د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخيستو د ۱۰۶مې کاليزې په مناسبت يو ځل بيا په هېواد کې ټولو نجونو او هلکانو ته د زده‌کړو زمينې برابرولو پر اړتيا ټينګار کړی او ويلي يې دي د هېواد ازادي او خپلواکي په ملي ځواک کې ده او ملي ځواک د یووالي او لوستي بشري ځواک درلودو په صورت کې ترلاسه کېږي.

ملا برادر: نړۍوال مرستندوی بنسټونه دې هم د افغانستان په بیارغونه کې همکاري وکړي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د «اکبر» موسسې له رییس سره په لیدنه کې ویلي، د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه شوي او نړۍوال مرستندوی بنسټونه هم باید د هېواد په بیارغونه کې همکاري وکړي.

ډبلیواېف‌پي: راتلونکو شپږو میاشتو کې افغانستان کې د خوراکي مرستو لپاره ۵۳۹ میلیون ډالرو ته اړتیا ده

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام وايي چې وچکالۍ، د بشري مرستو کمښت او د افغان کډوالو جبري ستنېدنې، افغانستان کې د خوارځواکۍ حالت لا پسې خراب کړی او ښايي په ژمي کې تر ۱۵ میلیون کسان مرستې ته اړتیا ولري.

د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس ملي لوبډلې شپږ لوبغاړي په اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه ټایلنډ ته ولاړل

د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس ملي لوبډلې شپږ لوبغاړي د ټایلنډ په کوربه‌توب د بدن ښکلا او فټنس په آسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه نن دغه هېواد ته ولاړل. د افغانستان…

یواېن‌اېچ‌سي‌ار او یونیسف په افغانستان کې د بېځایه شوو ماشومانو خوندیتوب لپاره هوکړه وکړه

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ (یواېن‌اېچ‌سي‌ار) اعلان کړی چې دغه اداره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ له صندوق (یونیسف) سره د بې‌ځایه شوو ماشومانو خوندیتوب لپاره د همکارۍ یو ستراتیژیک پلان لاسلیک کړی دی.

ملګري ملتونه: تر ۲۰۶۰ کال پورې به د افغانستان ۵۰ سلنه نفوس په ښارونو کې ژوند کوي

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام وايي، اټکل کېږي چې تر ۲۰۶۰ کال پورې به د افغانستان ۵۰ سلنه وګړي په ښارونو کې ژوند کوي خو د دغه هېواد ښارونه لا د دومره چټکې پراختیا لپاره چمتو نه دي.

نور راپورونه