ژبه

د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس ملي لوبډلې شپږ لوبغاړي په اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه ټایلنډ ته ولاړل

کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۴): د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس ملي لوبډلې شپږ لوبغاړي د ټایلنډ په کوربه‌توب د بدن ښکلا او فټنس په آسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه نن دغه هېواد ته ولاړل.

د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه کې ویلي چې د ملي لوبډلې دغه ورزشکاران د ټایلنډ په کوربه‌‌توب د بدن ښکلا او فټنس ۵۷م پړاو اسیايي سیالیو کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته روان شول.

د بدن ښکلا فدراسیون دوې ورځې مخکې ویلي وو چې یاد لوبغاړي په دغو سیالیو کې په خپل شخصي لګښت ګډون کوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د بدن ښکلا او فټنس ۵۷م پړاو اسیایي سیالۍ به په روانه اګسټ میاشت کې د ټایلنډ په کوربه‌توب ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې په کابل کې د بدن ښکلا او فټنس ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندلو په موخه سیالۍ ترسره شوې چې په بېلابېلو وزني کټګوریو کې ۵۴ ورزشکاران د ملي لوبډلې لپاره وټاکل شول.