Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

متقي: اسلامي هېوادونه باید د اسرائیلو پر وړاندې متحد، جدي او معنالرونکی دریځ خپل کړي

کابل (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۴): د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د قطر په بهرنیو چارو وزارت کې د دولت له وزیر سره په ټیلېفوني خبرو کې پر دغه هېواد د اسرائیلو برید غندلی او ویلي یې دي چې افغان ولس او حکومت د قطر ترڅنګ ولاړ دي او اسلامي هېوادونه باید د اسرائیلو پر وړاندې یو متحد، جدي او معنالرونکی دریځ خپل کړي.

اسرائیل د تېرې سه‌شنبې ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د حماس غورځنګ پر مرکچي پلاوي هوايي برید وکړ، د قطر دولت دغه برید «د خپل حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض» بللی او پر کلکو ټکو یې غندلی دی. یو شمېر نورو هېوادونو او امنیت شورا هم دغه برید غندلی او هغه یې د سیمې د ثبات لپاره جدي ګواښ او له نړۍوالو قوانین سره په ټکر کې بللی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي امیرخان متقي د قطر د بهرنیو چارو وزارت کې د دولت له وزیر دکتور محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره ټیلېفوني خبرې وکړې.

خبرپاڼه کې راغلي چې متقي د قطر پر خاوره د اسرائیلو برید پر کلکو ټکو وغانده او ډاډ یې ورکړ چې د افغانستان ولس او حکومت په دې حساسو شرایطو کې د قطر د دولت او ملت ترڅنګ ولاړ دي.

هغه ویلي: «له نږدې دوو کلونو راهیسې په غزه کې د پرله‌پسې نسل‌وژنې ترڅنګ، په دوحه کې د فلسطین پر مذاکراتي پلاوي د اسرائیلي رژيم برید د نړۍوالو قوانینو، عرفونو او ارزښتونو ښکاره نقض او له ټولو حدودو تېری دی.»

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دولت وزیر ښاغلي دکتور محمد بن عبدالعزیز الخلیفي هم ویلي، برید داسې مهال ترسره شو چې د فلسطین پلاوي د اوربند پر طرحه خبرې کولې چې دا په اصل کې د سولې د هڅو او منځګړیتوب پر بهیر یرغل دی.

بهرنیو چارو وزارت لیکلي، متقي ټینګار وکړ چې  اسلامي هېوادونه باید د اسرائیلي رژيم پر وړاندې یو متحد، جدي او معنالرونکی دریځ خپل کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.