Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د پاکستان سفیر د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست سره په لیدنه کې د دواړو هېوادو تر منځ د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا د ټینګار تر څنګ ډاډ ورکړ، هڅه کوي چې په دغه هېواد کې د افغان سوداګرو ستونزې حل شي.
په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا وایي، د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي یې وغوښتل چې د ستونزو د حل لپاره له افغان چارواکو سره خبرو ته دوام ورکړي او هغه هم ویلي چې د ګډ کار له لارې باید ستونزو ته مناسبه لار پیدا شي.
په کابل کې د ایران سفارت مرستیال ویلي، هېواد یې افغان سوداګرو ته د اسانتیاوو په رامنځته کولو او د مالیاتو په کمولو کې همکاري کوي.
افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازولۍ ویلي، د برېښنا نشتوالی، د بانکي نظام بحران، بهر ته د کادرونو تلل او پر ښځو د کار بندیز په دغه هېواد کې د خصوصي سکټور پر وړاندې اساسي ننګونې دي.
د کندهار د کانونو او صنایع او سوداګرۍ خونو چارواکي وايي، پاکستاني سوداګر د افغان سوداګرو د پنبې شاوخوا ۲۰ میلیون ډالر نه ورکوي او په یوه او بله پلمه یې ځنډولي دي.
په افغانستان کې د پاکستان سفير ننګرهار ته د سفر پرمهال د دغه ولايت له سوداګرو سره په ليدنه کې ټينګار کړی چې تورخم او نورو سوداګریزو لارو کې بايد د سوداګرو پر وړاندې خنډونه لرې شي.
. . .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP