Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
یو شمېر افغان کډوال چې په زور له ایرانه ایستل شوي، د هغه هېواد د پولیسو له ځورونې شکایت کوي او له اسلامي امارته غواړي چې له ډیپلوماتیکې لارې ایران کې د افغان کډوالو د ځورول کېدو مخینوی وکړي.
د افغانستان او ایران ترمنځ د قونسلي چارو کمېسیون څلورمه ناسته کې د افغان کډوالو ستونزو په اړه خبرې وشوې او وپتېیل شوه چې د دغو ستونزو هواري لپاره ګډه کمېټه جوړه شي.
د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، د پاکستاني چارواکو له لوري د روانې میاشتې تر پایه د بېاسنادو کډوالو وتلو اعلان د دې لامل شوی چې د پاکستان پولیس له افغان کډوالو سره تاوتریخوالی ډېر کړي.
د افغانستان د سینماګرانو ټولنې ملګرو ملتونو ته د یوه پرانیستي لیک په ترڅ کې په ایران، پاکستان او ترکیه کې د مېشتو افغان کډوالو له ځورونې د مخنیوي غوښتنه وکړه.
فراه کې مسوولین وايي، تېرو لسو ورځو کې د دغه ولایت فراهرود او بالابلوک ولسوالیو ته له پاکستانه د افغان کډوالو شاوخوا ۲۰۰ کورنۍ راستنې شوې دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وایي، د دوی مسوولینو له پاکستاني چارواکو سره ناستې کړې او له هغوی یې غوښتي چې له افغان ګډوالو سره د نړۍوالو اصولو او قوانینو په رڼا کې چلند وکړي.
کابل (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۲): د ایران د کډوالۍ ملي سازمان رییس ویلي چې په دغه هېواد کې مېشتو افغان کډوالو تراوسه ایران ته هیڅ
د کډوالو چارو وزارت یوه چارواکي، د پاکستان له خوا د افغان کډوالو په زور ایستل د نړۍوالو قوانینو خلاف بولي او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ غوښته کوي چې د بېرته راستنېدونکو وضعیت ته د رسېدنې په موخه له افغانستان سره مرسته وکړي.
د افغانستان ملي دفاع سرپرست وزیر د افغان کډوالو په اړه د پاکستان وروستۍ پرېکړه ظالمانه او ناعادلانه بللې او د پاکستان له خلکو يې غوښتي چې خپل حکومت له دې پرېکړې راوګرځوي.
د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د نیولو او اېستلو په غبرګون کې ویلي چې دغه پرېکړه د بشري حقونو له نړۍوال قوانینو سره په ټکر کې ده.
د بښنې نړۍوال سازمان پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو په غبرګون کې ویلي چې دغه دولت باید ژر تر ژره د دغو کسانو خپلسري نیول ودروي.
کابل (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۲): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، کوربه هېوادونه دې په جبري ډول د افغان کډوال له راستنولو ډډه
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP