منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۴۰ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

افغان کډوال

۲۲۴ راپورونه

راپورونه

غړي

اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر: د یواېن‌اېچ‌سي‌ار چارو کې ځنډ راستنېدونکو کډوالو ته د ستونزو جوړېدو یو لامل دی

اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت سرپرست وایي، راستنېدونکو افغان کډوالو ته د ستونزو جوړېدو یو اصلي لامل د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په کار کې ځنډ دی چې یوازې څلور یا پنځه کارکوونکي لري.

غړي

رییس‌الوزرا د افغان کډوالو په اړه پاکستان ته: د الله له قهره ووېرېږئ او راتلونکې ته مو فکر وکړئ

رییس‌الوزراء اړوندو ادارو ته امر کوي چې د راستنېدونکو افغان کډوالو د ستونزو هواري لپاره ټول امکانات وکاروي او له پاکستانه غواړي چې د افغان کډوالو له ځورولو لاس واخلي.

متقي اوتونبایوا ته: د پاکستان امنیتي دستګاه د افغانانو پر کورونو چاپې وهي او نغدي شتمني یې لوټي

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ملګرو ملتونو دسرمنشي استازې ته ویلي، چې د پاکستان د حکومت له خوا د را اېستل کيدونکو افغانانو پر کورونو چاپې وهل کېږي او نغدي شتمنۍ يې په زور ترې اخلي.

د افغان کډوالو جبري ایستنه؛ محسن داوړ د پاکستان سترې محکمې ته عریضه کړې

د کوزې پښتونخوا وتلي پښتون سیاستوال او د ملي دیموکراتیک ګوند مشر محسن داوړ له یو شمېر نورو سیاسیونو او مدني فعالانو سره په ګډه  زوره د افغان کډوالو د ایستلو پر ضد د پاکستان سترې محکمې ته عریضه کړې ده.

غړي

د افغان کډوالو په زور ایستلو غبرګون کې د پاکستان بشري حقونو ملي کمېسیون ته عریضه شوې ده

د پاکستان یو شمېر سياستوالو او د بشري حقونو فعالانو د پاکستان د بشري حقونو ملي کمېسیون ته په عریضه کې غوښتنه کړې چې حکومت دې په زوره د افغان کډوالو د اېستلو پرېکړې ته بيا کتنه وکړي.

نور راپورونه