Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ټولګټو وزارت ویلي چې د مزارشریف – حیرتان اوسپنې پټلۍ د ساتنې او څارنې تړون له ازبکستاني شرکت سره د دوو نورو کلونو لپاره نوی شو او دغه راز د دې پټلۍ پر ترمیماتو هم هوکړه شوې ده.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره په لیدنه کې افغان سوداګرو ته د ویزو ورکړې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د پروازونو پيل، بانکي همکاریو، د ترانزیټ او دوه اړخیزې سوداګرۍ زیاتېدو په اړه خبرې کړې دي.
افغان او قزاقي چارواکو د افغانستان د اوسپنې پټلۍ شبکې پر پراخولو او معياري کولو، د اوسپنې پټلۍ د سوداګريزو انتقالاتو د کچې او ظرفيت لوړولو، د افغانستان له لارې د قزاقستان د تجارتي توکو د ترانزیټ د کچې لوړولو په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اووه میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د اوسپنې پټلۍ اړوند برخو کې دوه هوکړهلیکونه لاسلیک شول.
د ټولګټو وزارت په تېره یوه میاشت کې د افغانستان د څلورو بندرونو اوسپنې پټلیو له لارې د ۴۵۲ زره او ۱۳۲ مټریک ټنه توکو د انتقالاتو خبر ورکوي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي، د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې د افغان – ټرانس پروژې په اړه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ معینیت راپور تایید او اړوندو وزارتونو او ادارو ته یې په اړه لارښوونې وشوې.
د افغانستان د ټولګټو وزارت وايي، تېره یوه میاشت کې د افغانستان د څلورو بندرونو اوسپنې پټلیو له لارې ۴۵۲ زره او ۳۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د افغانستان د ټولګټو وزارت وايي، په تېره وږِي میاشت کې د اوسپنې پټلیو له لارې څه باندې ۳۱۷ زره مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
مزارشریف (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۳): بلخ ولایت کې د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ د څلورم پورت اړوند نایباباد سټېشن له بیارغونې وروسته فعال او
د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت وايي چې په تېره چنګاښ میاشت کې د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۶۵ زره او ۷۱۴ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د افغانستان د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال په اردن کې د اوسپنې پټلۍ نړۍوالې ټولنې کلنۍ غونډه کې ګډون کړی دی.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې تېره میاشت د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۳۵۲ زره ټنه توکي هېواد ته وارد او څه باندې ۵۹۰۰ ټنه نور صادر او ترانزیټ شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP