د بامیان هوایي ډګر بیارغونې چارې پیل شوې
د بامیان ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت هوایي ډګر د څه باندې ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت بیارغول کېږي.
د بامیان ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت هوایي ډګر د څه باندې ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت بیارغول کېږي.
بامیان کې یو شمېر سوداګرې ښځې سیمهییزو تولیداتو ته د پلور بازار له نشتوالي او د اړوندو بنسټونو له نه ملاتړه شکایت کوي او په دې برخه کې د حکومته پاملرنه غواړي.
ستره محکمه وایي، په بامیان او میدانوردګو ولایتونو کې څلورو کسانو ته چې پر بېلابېلو جرمونو تورن وو، په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوې ده.
بامیان کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په یکاولنګ نمبر۱ ولسوالۍ کې د مرغانو د ښکار په تور درې کسان نیول شوي دي.
د بامیان ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د یکهولنګ نمبر۱ ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله لږ تر لږه ۱۷ کسان ټپیان شوي دي.
د بامیان ځایي مسوولین وایي، د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت سرپرست د دغه ولایت له والي سره په لیدنه کې ویلي چې په بامیان کې به د څه باندې ۱۴۱ میلیون افغانیو په لګښت پرمختیايي پروژې پلې شي.
کارپوهان وایي چې د ګرځندوی صنعت له غوړېدو سره په بامیان کې سیمهییز اقتصاد وده کړې او سلګونو کسانو ته کارونه پیدا شوي او د دغه صنعت برخه کې د لا ډېرې پانګونې په صورت کې به افغانستان په راتلونکي کې د ګرځندوی پر مرکز بدل شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، بامیان ته د خپل سفر په ترڅ کې اړوند مسوولینو ته لارښوونه کړې چې د دغه ولایت په «قشقه» دښته کې د صنعتي پارک د جوړېدو موضوع تعقیب کړي.
ځايي مسوولین وايي چې د بامیان په نمبر۱ یکاولنګ او د بغلان د خنجان ولسوالۍ شمالي سالنګ کې د ترافیکي پېښو له امله شپږ کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د بامیان امنیه قوامانداني وايي چې د دغه ولایت د مرکز په مربوطاتو کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې دوه کسان مړه شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
بامیان کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او لږ تر لږه ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د بامیان ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د ښکاري درې د ۶۵ کیلومتره سړک د بیارغونې کار پیل شو.
بامیان کې ځيني شعیه دیني عالمان وایي، د عاشورا ماتمکوونکي دې د قمهوهنې او وینو تویولو پر ځای - چې د اسلام له نظره ښه کار نه دی - روغتیایي مرکزونو ته ولاړ شي او هلته دې وینه ورکړي او د ناروغانو ژوند دې وژغوري.
بامیان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د سیغان ولسوالۍ په مربوطاتو کې یوه ۱۴ کلنه نجلۍ اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوې ده.
د بامیان ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د یوه سړي مړی موندل شوی دی.
د دیني او ټولنیزو چارو یو شمېر پوهان وايي، د ماشومانو او ان د نورو څارویو پر وړاندې د څارویو حلالول منفي اغېزې پرېږدي چې باید دغه کار د اسلامي اصولو په رعایتولو په ټاکلو…
د بامیان ولایت د مرکز اړوند د «قرغنهتو» سیمې د اوسېدونکو د څښاک پاکو اوبو ستونزې په اړه د پژواک خبري اژانس راپور له خپرېدو وروسته، ځایي سرچینې وايي چې د اوبو رسولو یوې شبکې په جوړېدو سره د دې سیمې د اوسېدونکو د څښاک اوبو ستونزه حل شوه.
د بامیان ځينو اوسېدونکو په دغه ولایت کې د څښلو پاکو اوبو کموالي په اړه په داسې حال کې اندېښنه ښودلې چې د وړاندې شوو شمېرو له مخې، د دغه ولایت له نیمایي ډېر وګړي د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
د بامیان د ګندهکوتل سیمې د ۲۰ زره ټنه جستو د پلور داوطلبي چې ۷،۸ میلیون ډالر ارزښت لري، ګټونکی شو.
د ایټالیا هېواد د فلورانس پوهنتون رییسې د کور او ښار جوړولو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې بامیان کې د مغارو استوګنو لپاره سل کورونه جوړوي.
بامیان کې ځايي مسوولین وايي چې دغه ولایت ته غځېدلې ځینې لارې د سېلابونو راتلو له امله په موقت ډول د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.
په بامیان ولایت کې پر بهرنیو ګرځندویانو د تېرې ورځې برید ملي او نړۍوال غبرګونونه راپارولي دي.
د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې تېره ورځ په بامیان ولایت کې په وسالهوال برید کې درې وژل شوي او یو ټپي شوی کس د دغه هېواد وګړي وو.
د کورنیو چارو وزارت وایي، په بامیانو ښار کې په عامو خلکو ډزې شوي چې له امله یې دوه بهرنیان او یو افغان وژل شوي او يو بهرنی له درېیو افغانانو سره ټپیان دي.