د افغانستان او اماراتو ترمنځ د بانکي اړیکو پر عادي کولو خبرې وشوې
د بهرنيو چارو سرپرست وزیر د اماراتو د اقتصاد له وزیر سره د کانونو د استخراج، د کرنې میکانیزه کولو، اماراتو ته د افغانو کارګرو لېږد او دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي اړيکو عادي کولو په اړه خبرې کړې.


