Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د بغلان د کرنې ریاست مسوولین او کروندګر وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د پیازو حاصلات ۱۴ سلنه ډېر شوي او بیه یې هم دوه برابره لوړه ده.
بغلان کې کروندګر وایي، حکومت په داسې حال کې له بزګرانو څخه اضافه شوي غنم پېري چې دغه ولایت کې د وریجو د حاصلاتو ټولولو وخت دی او له دوی سره اضافي غنم نه پیدا کېږي، دوی غوښتنه کوي چې د غنمو پر ځای دې ورڅخه وریجې وپېري.
د بغلان په خنجان ولسوالۍ کې د یوه سراچه ډوله موټر چپهکېدو له امله یوه ښځه او یو ماشوم مړه شوي او اته تنه نور ټپیان شوي دي.
بغلان کې ورزشي مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز پلخمري کې د ۱۳۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې.
بغلان کې د ښځو د لاسي صنایعو د کارخونو مسوولانې وايي، د پخوا په پرتله اوس له دوی سره په کارخونو کې کار کولو ته د نجونو لېوالتیا ډېره شوې چې لامل یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو ځنډېدل دي.
د بغلان امنیه قومانداني وايي، تېره شپه د دغه ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د یوه باروړونکي موټر چپه کېدو پېښه کې درېیو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
بغلان کې سیمهییز مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ سلو کارګرو ماشومانو ته د لومړنیو زدهکړو شپږ میاشتني ټولګي جوړ شوي دي.
بغلان کې سیمهییز مسوولین وايي چې په داخل او بهر کې یو شمېر افغان سوداګر د دغه ولایت د بورکې ولسوالۍ سېلابځپلو ته لسګونه کورونه جوړوي.
د بغلان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز پلخمري کې د دوو ځوانانو ترمنځ شخړه شوې چې په پایله کې یې یو د چاقو په ګوزارونو وژل شوی دی.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د «فتحې درېیمې کالیزې» سرلیک لاندې مشاعره وشوه.
د بغلان په مرکز پلخمري کې د دغه ولایت د کرکټ یوولسو لوبډلو ترمنځ ۵۰ اوریزې سیالۍ پیل شوې چې څه باندې یوه میاشت به دوام ولري.
د بغلان د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې نږدې ۱۹ زره ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP