منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۵ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: ښه
موضوع

بغلان

۴۷۰ راپورونه

راپورونه

غړي

بغلان کې د تیرپارک او په مزار کې د یوه سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحو ته د تایید نظر ورکړل شو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وايي، د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه کې په بغلان ولایت کې د تیرپارک او په مزارشریف ښار کې د یوه سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحو ته د تایید نظر ورکړل شو.

غړي

بغلان کې یو کس د قتل په تور نیول شوی

د بغلان امنیې قوماندانۍ مسوولین وایي، تېر ماښام یې هغه تورن کس نیولی چې وړمه ورځ یې د رومل په نوم د یوه کس په وژلو کې لاس درلود.

د بغلان سېلاب‌ځپلي: د کورونو جوړولو ژمنې راسره شوې خو عملي شوې نه دي

بغلان کې د وروستیو سېلابونو له امله یو شمېر بې‌کوره شوي خلک وايي، د حکومت او مرستندویه ادارو له لوري ورسره د کورونو جوړولو ژمنې شوې خو لا هم نه دي عملي شوې، بلخوا مسوولین وايي، لسګونه کورونه جوړ شوي دي.

غړي

بغلان کې څه باندې ۲۹ زره ماشومانو ته په «سیمه‌ییزو‌ ټولګیو» کې زده‌کړې ورکول کېږي

د بغلان د پوهنې ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت د مرکز پلخمري په ګډون د شپږو ولسوالیو په لرې پرتو سیمو کې څه باندې ۲۹ زره ماشومان د بېلابېلو موسسو له لوري په جوړو شوو کلیوالي ټولګیو کې زده‌کړې کوي.

بغلان کې کروندګر: حکومت دې له مونږ څخه د غنمو پر ځای وریجې وپېري

بغلان کې کروندګر وایي، حکومت په داسې حال کې له بزګرانو څخه اضافه شوي غنم پېري چې دغه ولایت کې د وریجو د حاصلاتو ټولولو وخت دی او له دوی سره اضافي غنم نه پیدا کېږي، دوی غوښتنه کوي چې د غنمو پر ځای دې ورڅخه وریجې وپېري.

نور راپورونه