بلخ کې د کولرا ناروغي ډېرېدو خلک اندېښمن کړي
د بلخ ولایت عامې روغتیا مسوولین وایي چې د بلخ په ګډون د هېواد په شمالي ولایتونو کې زرګونه کسان پر کولرا ناروغۍ اخته شوي دي.
د بلخ ولایت عامې روغتیا مسوولین وایي چې د بلخ په ګډون د هېواد په شمالي ولایتونو کې زرګونه کسان پر کولرا ناروغۍ اخته شوي دي.
امنیتي مسوولین وايي، په بلخ ولایت کې نامعلومو وسلهوالو یو د ګذر وکيل وژلی او په ننګرهار کې یو کس د خپلې مېرمنې او ورور له خوا وژل شوی دی.
په بلخ ولایت کې یو شمېر بېځایه شوې کورنۍ وايي، د بېکاري او بېوزلۍ له امله له سخت کړاو سره مخ دي او له حکومته د همکارۍ غوښتنه کوي.
په بلخ کې د روغتیایي زدهکړو انسټیټیوټ مسوولین وایي، دغه انسټیټیوټ د استادانو له کمښت سره مخ دی او زدهکوونکي یې د ځینو مضامینو له تدريسه بېبرخې دي.
د بلخ امنیه قومانداني وايي، د وسلهوالو غلو یوه شپږ کسیزه ډله نیول شوې چې د مزارشریف ښار په بېلابېلو برخو کې یې فعالیت درلوده. د بلخ امنیې قوماندانۍ له لوري د چنګاښ په نهمه…
د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې د زهرا صدیقي په نوم یوې مېرمنې په لسګونو ماشومانو ته د وړیا زدهکړو زمینه برابره کړې ده.
د بلخ امنیتي مسوولان وايي، په دغه ولایت کې د ۱۴۳ ښځو په ګډون شاوخوا ۱۴۰۰ ځوانان د پولیسو لیکو ته جذب شوي دي. په بلخ کې د امنیې قوماندانۍ د جلب او جذب مسوول…
د بلخ ولایت بزګر د کرنې لپاره له څاګانو د لمریزې برېښنا په وسیله د اوبو را ایستل که څه هم اسانتیا بولي، خو د دې برخې کارپوهان وایي چې دغه کار د اوبو کچه ټيټوي او د انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې له امنيتي کسانو سره په نښته کې درې وسله وال غله وژل شوي دي.
په بلخ ولايت کې د اته ميليونه افغانيو په لګښت پر آقچې سيند د يوه پله د جوړولو چارې پيل شوې.
د بلخ د کار او ټولنيزو چارو رياست وايي، په دغه ولايت کې نږدې ١٧٠٠ ماشومان پر سختو او درنو کارونو بوخت دي چې له دې ډلې ١٤١ يې په لارو او کوڅو کې سوالګري کوي.
د بلخ د مرکز مزارشریف ښار دویمې ناحیې مربوطاتو کې د اورلګېدنې له امله يو کس مړ شوى او خلکو ته یې شاوخوا يو ميليون افغانۍ زيان اړولی دى.
د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې نامعلومو وسله والو یو سوداګر تښتولی دی.
د بلخ ځیني اوسېدونکي د ولایت حوزوي روغتون د ماشومانو څانګه کې، د بستر له کموالي شکایت لري او ټينګار کوي چې دغه ستونزه بايد هواره شي.
د بلخ په مرکز مزار شریف ښار کې، د دغه ولایت د پخواني والي عطامحمد نور اړوند ټلویزیون (میترا) په ودانۍ کې دیني مدرسې جوړه شوه.
د بلخ ولایت امنیتي مسوولین وایي، په مزار شريف ښار کې له غلو څخه يې اته عرادې موټر، یو شمېر وسلې، مهمات او نور توکي ترلاسه کړي دي.
د کابل او بلخ ولایتونو په څلورو بېلا بېلو چاودنو کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران د غبرګولي په ۴مه، پخپل تویټر پاڼه کې لیکلي،…
د بلخ د کرنې ریاست مسوولین وايي، سږ کال په دغه ولایت د تېر کال په نسبت د تازه مېوې حاصلات ٦٠ سلنه ډېر شوي؛ خو بڼوال بیا دې ته اندېښمن دي چې د حاصلاتو پلور ته یې بازار نشته.
بلخ کې د عامې روغتیا ریاست له لوري د دغه ریاست د غونډو تالار د شهید پروفیسور ډاکټر نادر عالمي په نوم ونومول شو.
په بلخ کې د دغه ولایت د ولسوالیو ترمنځ د فوټبال لیګ سیالۍ چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې پیل شوې وې، د خلم ولسوالۍ په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
د بلخ یو شمېر اوسېدونکي له سرپرست حکومته غواړي چې د دغه ولایت د تاریخي ابدو ساتنې او بیارغونې ته جدي پاملرنه وکړي.
په بلخ کې تېر یو کال ۷۷۵ ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي چې له ډلې یې ٢٠ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.